ويب ډیسک
د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک وایي، هېواد یې راتلونکې میاشت له روسیې تېل اخلي او په وینا یې ښایي یوه میاشت کې دننه پاکستان ته را ورسېږي.
پاکستان څو میاشتې وړاندې له روسیې د تېلو اخېستو لیوالتیا ښودلې وه او ویلي یې ؤ دا هېواد هم حق لري چې د هند په څېر له روسیه څخه سوند توکي وپېري.
د معلوماتو له مخې تېره جنوري میاشت کې د روسیې یو پلاوی پاکستان ته پر تخنیکي مسایلو د توافق لپاره راغلی ؤ.
د مصدق ملک په وینا روسیه ورسره ژمنه کړې چې پاکستان سره به هم د تېلو په نرخونو کې د خپلو ګاونډي هېوادونو په اندازه ګوازاره کوي.
روسیه په سیمه کې د تېلو او نفتي موادو د ستر تولیدونکي په توګه له دې وړاندې هند او طالبانو سره هم د نفتي موادو قرارداد کړی ؤ.


