یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرتانیا وايي : افغانستان کې نیول شوي برتانوي وګړو په هکله...

برتانیا وايي : افغانستان کې نیول شوي برتانوي وګړو په هکله خبرې روانې دي

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې سویلا برورمن د یکشنبې په ورځ وویل چې د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د طالبانو لخوا د دریو برتانوي وګړو له نیول کیدو وروسته له طالبانو سره «په خبرو اترو» کې دی.

رسنیو اوس په افغانستان کې د نیولو شویو دریو بریتانوي وګړو د هویت په هکله هم معلومات خپاره کړي. په نیول شویو کسانو کې ۵۳ کلن خیریه ډاکټر کیون کارنویل، د مرستندویه کارکونکو له پاره د یوه هوټل مدیر او د یوټیوب چینل چلوونکی میلس روټلیج شامل دي.

په عین وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې د سکای نیوز په نامه یوې رسنۍ ته په خبرو کې وویل: «حکومت په خبرو اترو کې دی او د دې کسانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو له پاره سخت کار کوي.»
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «موږ په افغانستان کې د نیول شویو بریتانوي اتباعو سره د قونسلګرۍ د اړیکو د خوندي کولو له پاره سخت کار کوو او د کورنیو ملاتړ کوو.»
ګومان کېږي چې دغه دوه کسان د جنورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوي دي. دا معلومه نه ده چې دریم سړی د څومره وخت راهیسې نیول شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه