ويب ډیسک
د انګلستان یوه بشري اداره وایي چې افغانستان کې درې برتانیایان د طالبانو لخوا نیول شوي دي. په نیول شویو کې یو ۵۳ کلن کیوین کونېول او یو بل کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی په جنورۍ میاشت کې بندي شوي او درېیم کس هم وروسته نیول شوی دی.
یادې ادارې بيبيسي ته ویلي چې د دې کسانو د جرم په اړه دقیق معلومات نشته، خو ښایي لومړي دوه کسان د جنورۍ په ۱۱مه له دې امله نیول شوي وي چې د کونېول د مېز په روک کې یوه تمانچه موندل شوې وه او جواز یې هم جمهوري نظام کې ورکول شوی ؤ چې اوس ترې بې درکه شوی ؤ.
درېیم نیول شوی کس ۲۳ کلن مایلز راټلج ښودل شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې د برتانیا ځواکونو له لوري د تخلیه پروسه کې ویستل شوی ؤ، خو وروسته بیا د سفر لپاره افغانستان ته تللی ؤ. د برمنګم پوهنتون دا ځوان محصل خطرناکو سیمو ته په سفر کولو مشهور دی.
یاده بشري اداره وایي، ډاډ لري چې له نیولو شویو سره ښه چلند کېږي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي خپله ټوله هڅه کوي چې له دې خلکو سره اړیکه ونیسي.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان کې د امریکایي اتباعو د زنداني کېدو خبره کړې وه، چې د طالبانو ویاند یې ادعا رد کړه.


