ويب ډیسک
د خوړو نړیوال سازمان(WFP) جګړه د لوږې تر ټولو لوی لامل بللی او ویلي یې دي، د خوړو ناورین نړۍ لپاره د خطر زنګ دی.
د خوړو ناورین د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه سازمان ویلي، د نړۍ ۷۰ سلنه وږي خلک په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي.
د خوړو نړیوال سازمان د وړاندوینې له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به څه باندې ۳۴۵ میلیونه خلک د خوړو له ناورین سره مخ شي، چې دا شمېره د ۲۰۲۰ کال په پرتله دوه برابره ده.
د دغه سازمان مشر ډیویډ بېزلي همداراز ویلي، چې لوږه مخ په زیاتېدو ده، او جګړه، د اقلیم بدلون او اقتصادي کړکېچ لا پسې دا وضعیت خرابوي.
بېزلي د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې د دې ناروین مخنیوي لپاره ګام پورته کړي ځکه چې یو بشپړ طوفان رامینځته کېدونکی دی.


