دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد امریکا ماهره پدیده؛ ناپوهي که مغرورانه نادیده توب؟

د امریکا ماهره پدیده؛ ناپوهي که مغرورانه نادیده توب؟

لیکوال: مقتصد ستړی

 

هغه کسان چې نویو هېوادونو، ځانګړي لوېدیځو ته، رسېږي، ډېر وخت ځانونه د ژوند، سیاست، اقتصاد، کلتور او ټولنیزو ارزښتونو متخصصین ګڼي. دا تصور دومره عام شوی چې یو شمېر تازه راغلي کسان، چې لا یې د نوي هېواد ژبه، قوانین او ټولنیز نظم سم نه دی درک کړی، ځان د ټولې نړۍ د ارزیابۍ مرکز ګڼي. دوی خپلې محدودې تجربې ته د حقیقت مقام ورکوي او انګیري چې د دوی لیدل شوی واقعیت د ټولې نړۍ د تحلیل یوازینی معیار دی.

 

دا مغرورانه او ناپوهانه چلند یوازې یوه شخصي تېروتنه نه، بلکې د استعمار د پخوانیو روایتونو یوه مدرنه بڼه ده، چې لوېدیځ ته رسېدل د “حقیقت موندلو” مترادف ګڼي. د دې تفکر دوام دا مانا لري چې هر څوک چې په لوېدیځ کې‌ نه اوسي، نو ناپوه، وروسته پاتې، یا د شعور له نعمته بې‌برخې ګڼل کېږي. دا یو ډول فکري استعمار دی چې د لوېدیځو ارزښتونو، سیستمونو او اقتصاد ته مطلق برتري ورکوي او نورې ټولنې، دودونه، تجربې او حل‌لارې ناسمې یا نیمګړې ګڼي.

 

حقیقت دا دی چې هر هېواد خپلې ځانګړې ښېګڼې او ستونزې لري. امریکا، چې د ډېرو تازه‌ورغلیو لپاره د “جادو” حیثیت لري، خپله له اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ننګونو ډکه ده. که څه هم دا هېواد د پرمختګ، ازادۍ او ډیموکراسۍ یوه نښه ګڼل کېږي، خو هلته هم بې‌عدالتي، فقر، نژادي تبعیض، کارموندنې ستونزې، د روغتیا د خدمتونو ګراني او د جرمونو زیاتوالی جدي ننګونې دي.

 

ډېری نوي مهاجرین، چې د خپل اصلي هېواد له ستونزو تېښته کوي، دلته د نویو ننګونو سره مخ کېږي. د هغوی د تمې خلاف، نه هر څوک شتمنېږي، نه هر سیستم بې‌نقصه دی او نه هم ټول خلک هغه ارزښتونو ته ژمن دي چې دوی یې تصور کاوه. که د امریکا ټولنیز او اقتصادي جوړښت دومره بشپړ وای، نو ولې به د دې هېواد میلیونونه وګړي لا هم له فقر، بې‌کارۍ او د نژادي تبعیض له ستونزو کړېدل؟

 

بناً؛

 

د نړۍ پېچلتیا ته یوازې د یو محدود ځای له کړکۍ ورکتل یوه لويه تېروتنه ده. نړۍ یوازې د امریکا، کاناډا یا اروپا له کړکۍ نشي لیدل کېدای او نه هم شعور، پوهه، یا سیاسي بصیرت د جغرافیې له محدودیتونو سره تړلی دی.

 

هغه کسان چې فکر کوي لوېدیځ ته رسیدل دوی ته د حقیقت موندلو سند ورکوي، باید خپل تحلیلونه له پراخ نظر بیرته تېر کړي که نه، دا به یو ډول ناپوهي وي چې یوازې جغرافیایي بدلون د انسان فکري تحول ته اړوند وګڼو.

 

په حقیقت کې، نړۍ په بل لور روانه ده، نو هیڅوک دې ته غوږ نه نیسي چې پلانکی په امریکا کې دی یا په غرب کې اوسي، نو له هرڅه باخبر دی او د نورو راتلونکی سرنوشت به هم دوی ټاکي. دا سوچ نه یوازې مغرورانه دی، بلکې خطرناک هم دی، ځکه چې د دې پایله د غیرمنصفانه قضاوتونو، د واقعي ستونزو له نادیده نیولو او د ټولنو د متقابل احترام د کمزوري کولو لامل کېږي.

 

ځکه خو په همدې عنوان چې د “امریکا ماهر” پدیده باید د انتقادي فکر له لارې وڅېړل شي. یو محدود ځای ته تلل یا یوه نوي تجربه ترلاسه کول، یو شخص ته د مطلق حقیقت د ادعا کولو حق نه ورکوي. حقیقت باید د مختلفو واقعیتونو، تجربو او تاریخي حقایقو پر بنسټ وڅېړل شي، نه دا چې یوازې د لوېدیځ یا کوم بل هېواد د تجربو پر بنسټ تصمیم ونیول شي.

 

هغوی چې لوېدیځ ته رسېږي، باید دا درک کړي چې شعور د جغرافیې تابع نه دی، بلکې د علم، تفکر او واقعي تجربې نتیجه ده. هر څوک، که په افغانستان، افریقا، آسیا یا اروپا کې وي، د پوهې، تحلیل او ارزونې وړتیا لري. نړۍ یوازې د غرب نه، بلکې د هرې جغرافیې، کلتور او تجربې له لارې درک کېدای شي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه