پښتو جرنل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې دغه مقام له دې وړاندې له بل افغان اتل محمد نبي سره و، چې اوس یې دویم مقام خپل کړی دی. دغه راز په یاده درجه بندۍ کې د افغان لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان هم شپږم مقام له ځان سره لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان لوبډلې بل ځوان تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې لسم مقام خپل کړی دی.


