دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتمر:پنجشیر کې د وروڼو افغانانو ترمنځ د جګړې پیل زموږ د ژورې...

اتمر:پنجشیر کې د وروڼو افغانانو ترمنځ د جګړې پیل زموږ د ژورې اندیښنې وړ دی.

پښتو جرنل
د افغانستان پخواني د بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر په خپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې
‏په پنجشیر ولایت کې د وروڼو افغانانو ترمنځ د جګړې پیل زموږ د ژورې اندیښنې وړ دی.

د جګړې د دوام عواقب به په افغانستان کې د ارامۍ او ثبات له پاره خورا بد وي. له دواړو لورو څخه مو هیله دا ده چې مذاکراتي ډلو ته وخت ورکړي او د خبرو له لارې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي –

‏امید لرو چې په سیمه کې له میشتو ملکي وګړو سره د بشري قوانینو پر بنسټ چلند وشي تر څو هیڅ ملکي وګړي ته زیان ونه رسیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه