ویب ډیسک
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ویلي د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي تیره ورځ د ترکیې له سفیر داکتر مصطفی کوکصو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
د نوموړي په وینا په قطر کې د ترکیې سفیر له افغان ولس سره د خپلو اړیکو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی او تمه یې ښودلې چې په دغه هیواد کې د افغانانو د خوښې نظام رامنځته شي.
ویل کیږي د قطر او ترکیې د تخنیکي ټېمونو یوه طیاره هم تیره ورځ کابل ته رسېدلې، تر څو د کابل نړیوال هوايي ډګر په پاک کولو او د زیانمن شوو تخنیکي ځایونو په بیرته رغولو کې مرسته وکړي.


