ويب ډیسک
د ت.البانو د چارو لوی ریاست اداري اسنادو کې پر انګلیسي مخففاتو بندیز ولګاوه او سپارښتنه یې کړې چې په پروژو او قراردادونو کې دې پښتو نومونه او مخففات ولیکل شي.
د چارو ادارې له لوري په لېږل شوي سند کې یادونه شوې چې دا بندیز د ت.البانو د مشر مولوي هیبتالله اخندزاده د سپارښتنې له مخې وضع شوی دی.
سند کې همدارنګه له اړونده ادارو غوښتنه شوې چې په رسمیاتو کې دې د انګلسیي مصطلاحاتو د ختمېدو هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ت.البانو په کابل ښار او ولایاتو کې د ښځو په سینګارتونونو هم بندیز وضع کړی دی.
یو شمېر خلک نیوکه کوي چې ت.البان د هېواد د اساسي ستونزو د حل پر ځای په وړو مسایلو بوخت دي.
#Afghanistan


