دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د سړې هوا او ګازنیونې له امله ۱۷۵ کسان وژل...

افغانستان کې د سړې هوا او ګازنیونې له امله ۱۷۵ کسان وژل شوي

ويب ډیسک

د افغاني سرې میاشتې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص وايي، تېرو څو اونیو کې د سړې هوا، ګازنیونې او اورښتونو له امله ۱۷۵ تنه وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

د سرې میاشتې د راپور له مخې دا مهال افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي ؤ، مرستندویه مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستو وېش سخت اغېزمن کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه