یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاحمد شاه ابدالي او د افغاني سلطنت سوچ

احمد شاه ابدالي او د افغاني سلطنت سوچ

لیک : ابراهيم اېمان

د نادر شاه افشار له مړینې وروسته د افغانستان په تاریخ کې نوی بدلون راغی، دا بدلون چې چا رامنځ ته کړ هغه ته موږ په ریښتني ډول د افغانستان پلار ویلي شو دا ځکه چې هغه وخت یې د نړۍ په سیاسي نقشه کې په نوي ډول د افغانستان په نوم د یوه خپلواک او ناپییلي هېواد د بنسټ ډبره کېښوده؛ هغه شخص موږ تر اوسه د احمد شاه بابا په نوم پیژنو.

نوموړي خپل ولس او خپله خاوره له پردیو یرغلګرو او زبیښاکګرو خلاصه کړه او خپل ولس ته یې د خپل هېواد د ملکیت فکر ورکړ او هیواد یې د خپلواک سلطنت پوړیو ته پورته کړ.

د نادر له مړینې وروسته له احمد شاه بابا سره د خپل هېواد لپاره ستر ارمان پیدا شو، پرته له دې چې نور د پارس په چارو کې بوخت اوسي.
له خپلو ټولو قوماندانو او افغاني لښکر سره د هرات له لارې کندهار ته وخوځېده احمد شاه په ډېر نازک حالت کې خپل پوځونه د پارسیانو له جنګه را خلاص کړل، دا ځکه چې هلته د دوی مشر ووژل شو نو په دې اساس دوی ته یوازې یوه لاره پاتې وه چې خپل پلرني هېواد ته راستانه شي. دوی ټول په دې فکر کې وو چې اوس د دې وخت دی چې د پردیو په وړاندې سره یو لاس شي او خپله خاوره د دوی له منګولو ازاده کړي.

کله چې دوی له پارسه د خپل هېواد په لور را روان شو په دې وخت کې د کوم پاچا او یا شهزده اجیر لښکر نه و بلکې په ټوله مانا یې د ازاد او خپلواک لښکر بڼه غوره کړي وه چې د نادر په دربار کې سره پیوند شوي وو، اوس دوی کولی شول چې د هرې ډلې او ډلکۍ سره په اسانه مقاومت وکړي.
کله چې په انسان کې د ازادۍ او خپلې خاورې د بقا فکر پیدا شي نو هیڅ ډول ځواک بیا د چا مخه نشي نیولی خو شرط دا دی چې په ټوله مانا په یو چا کې دا ریښتني ماده راژوندی شي. د احمد شاه بابا په لښکرو کې هم د مبارزې او وطن پالنې ماده په بشپړه توګه راژوندۍ شوي وه نو دوی له پارس څخه تر روانیدو وړاندې پر خپله خاوره د یو خپلواک سلطنت پریکړه کړي وه او په همدې تکل خپل وطن ته راروان شوي وو، ځکه چې دوی هغه څوک له لاسه ورکړی و چې دوی یې د بري او پاتې کېدو لپاره تورې وهلې خو اوس د هغه له سیورې لرې خپلواک لښکر و چې مشري یې هم پخپله افغانانو کوله. کله چې د افغانستان خاورې ته داخل شول احمد شاه او افغاني لښکر یې هیڅ داسې ونه ښوده چې دوی نور د پارسې لښکر سره کار لري. نوموړی لښکر په ډېره منظمه توګه په ۱۱۶۱ کال صحیح او سلامت کندهار ته راورسولو.

ښار ته له رسېدو سره سم دوی خپلو مشرانو ته د خپل هېواد ساتنې لپاره د پاچا وړاندیز وکړ دا چې دغه یو ملي ټکی و نو درستو خلکو منلو، سملاسي افغاني مشران له هر قوم او خېل څخه را وبلل شول دوی په دې وخت کې د یوې ارزښتمنې جرګې پریکړه وکړه. له پریکړې وروسته احمدشاه بابا هڅه وکړه چې د جرګې تر راټولولو پورې خپل لښکر چې د ۱۶ زرو په شاوخوا کې و مدیریت کړي تر څو سره ونه پاشل شي.

په همدې ورځو کې د پښتنو، بلوڅو، هزاره وو، قزلباشو او نورو قومونو د مشرانو په شمول افغاني جرګه راټوله کړه، دا چې په افغان وطن کې د حکومت تشه احساس ده نو ټولو په یو غږ او یوه اراده د یو قوي حکومت غوښتنه وکړه، دوی ټول په یو فکر او متحد ډول وړاندې تلل، دا چې افغانان هغه وخت په قبیلو ویشل شوي وو خو تیر تاریخ او د نادر له مړینې وروسته دوی ته د سرو زرو غوندې قیمتي چانس په لاس ورغلی و چې باید سالمه استفاده یې ترې کړي وای او په دې کې د ټولو افغاني قومونو خیر هم و او دوی په خپله دې فکر ته رسېدلي وو چې باید د یو حکومت څښتن واوسي.
سره له دې چې دا ښکاره خبره وه چې هر چا غوښتل د دوی له قوم او خېل څخه یو څوک په جرګه کې د پاچا په توګه غوره شي. دې جرګې اته ورځې پرلپسې دوام وکړ خو په جرګه کې د محمدزیو د قوم مشر حاجی جمال خان خورا غښتلي او د پلویانو له پلوه قوي ښکاريده، ډېر امکان دا و چې نوموړی د راتلونکي افغانستان د واک په ګدۍ کېني. په دې وخت کې د صابرشاه ملنګ غږ اوچت شو او ویې ویل: دومره اوږدو خبرو ته څه اړتیا ده؟ خدای احمد خان په تاسو کې تر ټول ستر پیدا کړی دی د ده کورنۍ درنه ده، له امر نه یې سرغړونه مه کوئ، که ومو کړه په غضب به اخته شئ، احمد خان په تاسو کې د پاچاهۍ لایق دی.

له دې خبرو وروسته صابر شاه ملنګ د غنمو وږي راواخیستل او د احمد شاه بابا په پګړۍ کې یې وټومبل. له دې وروسته ټولو مشرانو د جمال خان په شمول د صابر شاه ملنګ پریکړه ومنله او احمد شاه د افغانستان پر تخت کېناست.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه