یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد نورستان په ځنګلونو کې د اور وژني له پاره له چین...

د نورستان په ځنګلونو کې د اور وژني له پاره له چین څخه مرسته غوښتل شوې

ويب ډیسک

 

طالبانو له چین څخه غوښتنه کړې ده چې د نورستان په ځنګلونو کې د لګیدلي اور په کنټرول او مړ کولو کې ورسره مرسته وکړي. دا غوښتنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین له شارزدافیر دینګ ینان سره په لیدنه کې کړې ده.

 

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې ویلې دي، چې ستانکزي له چینایي ډیپلوماټ څخه غوښتنه وکړه چې په نورستان کې د لګیدلې اور په کنټرول او وژنې کې دې ورسره بیړنۍ مرسته وکړي. بلخي وایي، دینګ ینان ژمنه وکړه چې سمدستي به د طالبانو دا غوښتنه د خپل حکومت سره شریک کړي.

 

نوموړي دا نه ده په ګوته کړي، چې له چين څخه د هوایي اطفایې په برخه کې او یا څه ډول مرسته غوښتل شوې ده.

له تېرو اتو ورځو راهیسې د نورستان په ومه او نورګرام ولسوالیو کې اور لګیدلی، چې په ومه ولسوالۍ کې اور کنټرول شوی، خو د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې لا هم اور دوام لري.

 

د سیمې اوسیدونکو دویچه ویله ته ویلې چې د اور کنټرول او مړه کول د ځایي خلکو او سیمه ايزي ادارې له توانه وتلي او که لګیدلی اور د هوایي اطفایې له لارې په بیړنۍ ډول کنټرول او مړ نه شي، نو نورو ولسوالیو او درو ته به هم په وغځیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه