ویب ډیسک
د اسماعیل مشعل نیول کېدو په اړه د غبرګونونو دوام کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، طالبان هغه منتقدین ځپي چې غواړي په سولهییز ډول خپل نظر څرګند کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د ښاغلي مشعل نیول غندلي او ویلي یې دي، چې دا کار د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سره په ټکر کې دی.
د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زدهکړو بندیز غبرګون کې یې له دندې استعفی کړې وه، له هغې وروسته ونیول شو چې غوښتل یې په یوه اعتراضي خوځښت کې خلکو ته کتابونه ډالۍ کړي.
خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې مشر عبدالحق حماد ویلي، اسماعیل مشعل له څه مودې راهیسې د رژیم پر ضد پاروونکي اقدامات کول.
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، طالبان باید سمدستي او پرته له شرطه استاد مشعل خوشې کړي ځکه هغه یوازې په سولهییز ډول د بیان ازادۍ حق څخه ګټه اخېستې.


