دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورغونډۍ : اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د ۳۳٦۰ ټنه خوراکي...

تورغونډۍ : اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د ۳۳٦۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي د واردېد شوي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د ۳۳٦۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو د واردېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي تیره ورځ ناوخته فبرورۍ درېیمه (سلواغې ۱۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي یاد مواد چې زیاته برخه یې خوارکي توکي دي په ۵۰ واګونونو کې هیواد ته وارد شوي دي.
پر همدې مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي چې تیره ورځ نن د تورغونډۍ بندر له لارې ۴۳۷ ټنه توکي له افغانستان څخه بهر صادر شوي دي.
د دوی په وینا دغه توکي په اووه واګونونو کې صادر شوي دي.
د طالبانو حکومت پر داسې له ترکمنستان سره د تورغونډۍ بندر ریل پټلۍ له لارې د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي چې، تیره اونۍ ازبیکستان د حیرتان بندر ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته د انتقالاتو بهیر د ځنډېدو خبر ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه