ویب ډیسک
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنیو د څار رئیس عبدالحق حماد ومنله چې د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل کابل کې د طالبانو د استخباراتو څانګې د پوښتنو ګروېږونو لپاره بیولی دی.
حماد وايي، مشعل یې په دې جرم نیولی چې د نظام ضد تحریکونکي اعمال یې ترسره کول او پر ځان یې خبریالان را ټول کړي ؤ.
دې او ورته نورو نیونو ته په کتو، ځینې شنونکي په دې نظر دي چې طالبانو افغانستان کې په هر ډول مدني اعتراضونو نااعلان شوی بندیز لګولی او ملت یې د بیان له ازادۍ بې برخې کړی دی.
اسماعیل مشعل د طالبانو له لوري د نجونو د پوهنتونونو بندولو پرېکړې پر وړاندې اعتراضي غبرګون کې له دندې استعفی کړې وه او دوه ورځې وړاندې یې کابل کې د وړیا کتابونو وېشلو کمپاین پیل کړی و.