یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افضل خان لالا ژوند او خدمات

د افضل خان لالا ژوند او خدمات

لیکنه: ارشد علي

محمد افضل خان چې د پښتنو په منځ کې د افضل خان لالا او خان لالا په نامه هم مشهور وو، په کال ۱۹۳۱ د جنوري مياشتې په وړومبئ نېټه د خيبر پښتونخوا رياست سوات کې د محمد حبيب خان کره زيږېدلے وو او اولنئ زده کړې په خپله سيمه کې کړې وې. په بله وينا د سيدو شريف په ودوديه سکول کې کړې وې. غټي زده کړې ېې د پېښور په اسلامي کالج کې د هنر او فنونو په برخه کې د بيچلر (سند) په تر لاسه کولو سره وکړې. ورپسې ېې د سياسي پوهنې په څانګه کې د لاهور په رياستي يونيورسټئ کې زده کړه وکړه او د ماسټرۍ بريليک يې د گورنمنټ کالج لاهور نه ترلاسه کړه. د قانون ډګری LLB ېې د پېښور پوهنتون د حقوقو پوهنځي نه ترلاسه کړه.
افضل خان لالا د پښتنو د ستر ملي مشر عبدالغفار خان د عدم تشدد د نظرېې لاروے وو. هغه د پښتونخوا په سيمه کې د افغان پښتون قامي يووالے په سياسي مفکورئ او په نظرېې ولاړ وو.
افضل خان لالا په کال۱۹۷۰ د خيبر پښتونخوا د اسمبلې رکن او د مفتي محمود په مشرۍ اتحادي حکومت کې د عوامي نشنل ګوند وزير وو. نوموړے په کال ۱۹۷۵ له ځينو نورو مشرانو سره يو ځای د پاکستان د حکومت له خوا ونیوے شو، بندي شو او درې کاله وروسته بېرته ازاد شو. افضل خان لالا څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو او له افغان مشرانو سره يې ليدنې کتنې کړې وې.
په کال ۲۰۰۸ وسله والو طالبانو په سوات کې پرې حمله وکړه چې دی په کې زخمي شو. دې نه علاوه يې په کور څو ځله حملي نوري شوي وي، خو ده خپله سيمه او خلک يوازې پرې نه ښودل. د کورنۍ ځينې خلک يې د سياسي سرګرميانو له لامله وژے شوي وو او له لاسه يې ورکړي دي.
سياسي او ملي سرګرمياني
ښاغلی افضل خان لالا د زده کړيالۍ له پيره په سياست کې شراکت اخيستې. هغه د سوات بار کونسل بنسټ ايښودونکی مشر او د ټولنيز ملي ګوند( عوامي نېشنل پارټي ANP ) د پښتونخوا سوبې مشر (صدر) پاتې شوی او وروسته بيا د عوامي نیشنل پارټئ ANP مرکزي مشر او د مرکزي جرګې اراکين وو. (۳)خان لالا محمد افضل خان د شپږو میاشتو وو چې له سواته د خپلې کورنۍ له نورو کسانو سره یو ځای د سوات والي له خوا جلا وطن شو او د دیر په ریاست کې يې د جلاوطنۍ ورځې شپې تیرې کړې.
په کال ۱۹۴۰ يې د سوات له والي سره روغه جوړه وشوه او بیرته سوات ته راغے. په کال ۱۹۴۹ يې دوه وروڼړه د سوونو ملګرو سره ونیولے شول او یو ځل بیا د دوو وروڼو او نورو سياسي ملګرو سره وشړلے شو، چې د جلاوطنۍ دا شپۍ ورځۍ يې په خیبر او ملاکنډ ایجنسیو کې تیرې کړې. په کال ۱۹۵۳ يې د سوات والی سره بیا روغه وشوه او بیرته سوات ته راغے. کله چی په کال ۱۹۶۹ د سوات ریاست په پاکستان کې شامل کړی شو نو یو کال وروسته پس په کال ۱۹۷۰ يې د ملاکنډ ډویژن نه د نیشنل عوامي پارټۍ (NAP) په ټکټ د سوبايي اسمبلۍ ممبر شو. د NAP او د جمیعت علما يې اسلام JUI په ګډ حکومت کۍ د مولانا مفتی محمود په کابینه کې د کرنې (زراعت)، لوکل باډیز Local Bodies او اطلاعاتو وزیر شو.

کله چې په کال۱۹۷۳ د پاکستان د مرکزي حکومت له اړخه د بلوچستان صوبايي حکومت په زور ختم کړے شو، نو خان لالا د دغه غیر جمهوری کړاو په ضد د خپل احتجاج د څرګندولو په غرض د صوبايي کابینې نه استعفا ورکړه، چې ورپسې نورې کابینې هم د هغه په پل ګام کېښود او ټولې صوبايي کابینې استعفا ورکړه. لدی نه لږه موده وروسته د هغه وخت صوبائی ګورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور محترمی کلثوم سیف الله په کور کی خان لالا ته د صوبی د وزیر اعلی د منصب پیشکش وشو چی ده قبول نه کړو. خان لالا د حکومت د غیر جمهوری پالیسئ د مخالفت په جرم په کال 1973 کی د پاکستانی واکدارانو له خوابیا بندی شو،اوپه کال 1975 کی چی په نیشنل عوامی پارټئ (NAP) بندیز ولگیدو، خان لالا ئی د ګوند د نورو سرمشرانو سره په حیدر اباد کی جیل ته واچاوه، په ده او دده په ملګرو په یو خصوصی ټریبونل کی مقدمه وچلولی شوه. مگر دجیل، قید، بند او زورونئ مصیبتونو د افضل خان لالا عزم او د هغه نظریئ سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړی شو او په کال 1977 کی د بند نه خلاص شو.
د جنرال ضیا الحق د مارشلا په دور کی ده ته د پیښوردجیل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صیب اود بونیر دگلپانئ د زرین خان په ‌‌‌ذریعه په مرکز کی د وزارت پیشکش وشو،چی خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټینگ پاتی شواو دا خبره ئی ثابته کړه چی د اصولو په وړاندی منصب هیڅ حیثیت نلری. په همدغه دور کی ئی د جمهوریت دبحالئ په تحریک ایم ار ډی MRDکی فعاله ونډه واخسته او پدی جرم یوځل بیا د بندی خانی تورتم ته وسپارلی شو. خان لالا د ژوند په هره مرحله کی د اصولو ساتنه کړی ده. د اصولو سره تړون او د نظرئی سره جوخت پیوستون د هغه دسړیتوب( شخصیت)دوه اړخونه دی. همدغه وجه ده چی په کال 1989 کی کله د عوامی نیشنل گوندANP مشرانو دIJI ائی جی ائی(اسلامی جمهوری اتحاد) سره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فیصله رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورئ د میاشتی په یولسمه نیټه ئی د پیښور په پریس کلب کی د خپلو ملگرو په مرسته د ای این پی (حقیقی) په نوم خپل گوند اعلان کړو. بیا وروسته په همدی کال د جولای په میاشت کی په پیښور کی د یو قومی کنوینشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو یعنی ای این پیANP (حقیقی) او قومی انقلابي پارټئ QIPد یو ځای کیدو فیصله وشوه او د نوی پارټئ نوم پښتونخوا قومی پارټئPQP کیښودی شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوی گوند مرکزی صدر (مشر) وټاکلی شو او افراسیاب خټک د گوند جنرل سیکرټری منتخب شو. ښاغلی خان لالا د 1990 ع کال د نوامبر په میاشت کی د PDA پی ډی ای(People Democratic) Alliance) له خوا د وزیر اعظم کرسئ ته کاندید ؤ، چی پدغه موقعه ئی ټاکلی شوی وزیر اعظم ته د مبارکئ په دوران کی په خپل تقریر کی وویل چی زه د «پښتونخوا» د صوبی اوسیدونکی یم دغه الفاظو د اسمبلئ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په یو ه چغه ئی د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالا چی په کومه میړانه او جرائت دغه نوم اسمبلئ ته ورساوه دا د هغه یوه تاریخی کارنامه وه، چی نن داسمبلئ په تالار کی څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شی کولی.(۱) خان لالاپه کال 1993 کی د پاکستان په مرکزی کابینه کی د کشمیر د چارو او د شمالی علاقه جاتو وزیر شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر دپاکستان په مرکزی کابینه کی د روغتیا ریلوی او Population Welfareوزیر شو.(۴) له دی وروسته ئی د پارلماني سیاست څخه لاس واخست او یوازی قامی خدمت ته ئی ملا وتړله. خان لالا په سیاسی نظریاتو کی سپیڅلی او ډاگیز موقف لری ، په خپلو وینا گانو کی ئی په پښتنو کی دقامی وحدت د احساس په راژوندی کولوتل زور اچولی او وائی چی: «قامی وحدت یوازی د لاندی پښتنو مسئله نه ده بلکه د ډيورند کرښی پوره قام ویشلى دی او دا یوه قامی مسئله ده . په تاریخی حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دی نو یقینآ چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې د پښتنو قامی وحدت په مسئله خپل سیاسی رول ولوبوی.» خان لالا د پښتنو قامی وحدت په هکله واضح دریځ لری چی:« تر څوپوری پښتون خپل قامی وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغی د پښتون قام مشکلات او محرومی نه شی ختمیدی . د یو قام دغړی په حیث دوئ احترام نه شی گټلی.

اود سوکالئ احترام او عزت ژوند نه شی موندلی». (۶) او دا ئی عقیده ده چی په یوه هیواد کی د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ویشلی ساتل یو ناوړه، غیرانسانی، غیر قانونی او د بشری حقونو دجملی نه بهر خبره ده.چی هیڅ اخلاقی،ائینی او قانونی جواز نه لری. « پښتون قام یو وحدت ؤ او یو وحدت دی، د غاصب له لاسه پر کال 1983 کی څلور ټوټي شوی دی، چی تر اوسه څلور ټوټي پروت دی. په خپلو کی سره بیا یو کیدل ددی قام ائینی، قانوني او فطری حق دی. د پښتون قام داسی په ټوټو کی ویشل صرف د استعماری مقاصدو لپاره شوی دی، او باید دغه استعماری عمل په څټ واړولی شی. مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامی وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخی ته کوی زما دښمن دی . د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامی وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومی وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ».(۵)په 2006 ع کال دفبرورئ په میاشت کی چی کله عوامی نیشنل پارټئANP په خپله بنسټیزه (منشور) کی دا جمله ورزیاته کړه چی» مونږ په سوله ایزه توگه د پښتنو قامی وحدت غواړو» نو د خان لالا مرام او هدف ته پکی ځای ورکړل شو او د پښتونخوا قومی پارټئPQP د عوامی نیشنل پارټئANP سره یو ځای شوه چی دا د ټولو پښتنو ارمان ؤ او خان لالا پوره کړ. همدارازښاغلی خان لالا په خپل لگښت په2000 ع کال 2001 ع کال 2004ع کال او 2005 ع کال دوه واری په پيښور کی د پښتون/افغان قامی جرگي او دوه واری دډیورند په کرښه په ډیره زغرده سره په پیښور کی نړیوال سمینارونه جوړ کړی چی له ټولی نړئ څخه پکی گڼ شمیر پښتنو سیاستوالو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستی وه.
ددغه سمینارونو، غونډو او جرگو دمقالو او وینا گانو ټولگي ئی په کتابی بڼه کی چاپ کړی او پښتنو ته ئی وړاندی کړی دی. همداراز د نړئ په گوټ گوټ کی ئی د پښتون قامی وحدت د یون سره خپل اواز ملگری کړی او ځان ئی ورته رسولی دی چی د همدی مرام او هدف په خاطر څو څو ځله ئی په خپل لگښت په نړئ کی خورو ورو پښتنو ته ځان رسولی اوڅو څو واری جرمنی ته هم راغلی او د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند (PSDP) په بیلابیلو غونډو کی برخه اخستلی(۵)
د دي سر بیره ئی د «پښتونخوا غږ »په پښتو او اردو ژبی چاپ کړی او د« پښتون قامی وحدت» تر سرلیک لاندی د پیغام په بڼه یوه رساله په پښتو، انگریزی او اردو لیکلی چی د پښتنو د قامی وحدت لاری چاری ئی پکی په گوته کړی دی پښتون قام ته وړاندی کړی. ددی پیغام په وروستئ برخه کی ښاغلی خان لالا لیکلی دی چی: «زه درب ذولجلال بی حد شکر گذار یم چی ما د یو پښتون په حیث زپلی پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندی کړو. او پوره باور لرم چی ددی منتشر قام هر غړی چی هر ځای وی،په هر هال کی وی،او د هری پيشی مالک وی ، په خپل فکر او قلم د امن او مینی په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوگرځوی، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چی د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسی او اخلاقی مرسته مل کړی چی په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړی او خپل قامی وحدت تر لاسه کړی.» (۲) پښتون په بنيادی توگه امن دوسته او جمهوری خوښی قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی چې باچا ئې جرگې خوښ کړی دی . یانی باچا ئی هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه انتخاب شوی دی . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکی نه و اوریدلی امید دی چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامی وحدت مرسته او ملاتړ وکړی .
د محمد افضل خان لالا وفات:
محمد افضل خان (افضل خان لالا) د ورپېښې ناروغۍ لامله د مټې هسپتال ته ليګلے شوے وو، خو د تنفس کاږلو له ستونزو وروسته د چورلکې په مټ د راولپنډۍ سي اېم اېچ هسپتال ته وليږلے شو او هلته يې د ۲۰۱۵ ز کال د نوامبر د وړمبي نېټې (د ۱۳۹۴ لمريز کال د لسم په ۱۰) سحر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. محمد افضل خان (افضل خان لالا) په همدغه ورځ د سوات په بره درشخېله سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. د دې لوی ملي مشر په مړینه لر او بر پښتانه ټول خواشی شول او د ده مړینه يې د ټول تاریخي افغانستان لپاره یوه لویه ضايعه وبلله.
« پښتونخوا غږ» لیکوال: محمد افضل خان لالا چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴
۲) «پښتون قامی حدت» لیکوال محمد افضل خان لالا ، خورونکی پښتونخوا پبلکیشنرز، پیښور کال ۱۹۹۶ نامبر
۳) پښتونخوا مجله اتلسمه گڼه، دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷
۴) «ځلنده ستوری» دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ،خپرونکی د ماماخیلو د خانانودیره، سوات کال ۱۹۹۸
۵) « پښتون/افغان قامی جرگه» ۱۴ او ۱۵ نوامبر ۲۰۰۰م، ترتیب او خپرونکی : پښتونخوا قامی پارټئ : اهتمام د پښتونخوا د پوهنی دیره
۶) «ډیورنډ کرښه»په پیښور کی د شوی سیمینار د مقالو او وینا گانو ټولگه،ترتیب : محمد افضل خان لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهنی دیره،کال ۲۰۰۴

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه