د بنو بای خېل سیمه کې د تښتول شویو څلورو کسانو مړي موندل شوي

0
62

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د احمدزۍ پولیس تاڼې په اړوند سیمه کې د بای خېل له سیمې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان حضر علي، کامران، رحمت الله او ابوذر نومېږي. ویل کېږي چې دوی څو ورځې وړاندې له خپل موټر سره د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي وو.

د پولیسو په وینا، له تښتول کېدو وروسته د دغو کسانو له کورنیو سره د هغوی اړیکې پرې شوې وې او کورنیو یې د موندلو هڅې کولې.

پولیس وايي، د څلورو کسانو مړي له بای خېل سیمې موندل شوي او روغتون ته انتقالېږي، څو اړوندې قانوني او طبي چارې ترسره شي.

تر اوسه د پېښې د څرنګوالي، د وژنې د وخت او انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. همداراز لا څرګنده نه ده چې د وژل شویو کسانو موټر موندل شوی که نه.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې یا کس نه دی منلی او پولیسو هم د پېښې د عاملانو په اړه څه نه دي ویلي.