افغانستان کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، سوداګر د صادراتو د اسانتیاوو غوښتنه کوي

0
72
mockups-design.com

په افغانستان کې سږ کال د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د جلغوزیو راټولوونکي وايي، د دې مېوې د راټولولو لپاره له پخوانیو او دودیزو وسایلو کار اخلي، چې له امله یې د کار بهیر ستونزمن او وخت‌نیوونکی دی. دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د جلغوزیو د راټولولو لپاره ورته عصري وسایل برابر کړي، څو حاصلات په اسانه او مناسبه توګه راټول کړي.

د جلغوزیو یو شمېر سوداګر وايي، له افغانستان څخه اوس مهال چین، متحده عربي اماراتو، کویټ، قطر، سعودي عربستان او د اروپا ځینو هېوادونو ته جلغوزي صادرېږي.

د سوداګرو په وینا، که په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، د جلغوزیو د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي.

سوداګر همداراز غوښتنه کوي چې د هند ترڅنګ چین او نورو هېوادونو ته د جلغوزیو د لېږد لپاره د چارټر الوتنو زمینه برابره او د هوايي دهلېزونو لړۍ پراخه شي.

دوی وايي، د صادراتو لپاره د اسانتیاوو زیاتول به د افغانستان د جلغوزیو بازارونه پراخ کړي.