د کندهار والي دفتر د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه

0
83

د افغانستان د کندهار ولايت د والي دفتر د پاکستاني پوځ د ویاند هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په کندهار کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ له بهرنیو جنګیالیو سره غونډه شوې ده.

د کندهار د والي دفتر رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني پوځ د ویاند یاده ادعا بې بنسټه ده.

په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان پوځي کړۍ د دغو ادعاوو له لارې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او نورو اقداماتو د توجیه کولو هڅه کوي.

د کندهار والي دفتر ویلي، افغانستان ته اړتیا نشته چې بهرني جنګیالي راوبولي او یا له هغوی سره ناستې ترسره کړي.