پنځه میلیونه افغانۍ پور؛ څنګه یو افغان موټرو سوداګر خپله میراثي ځمکه له لاسه ورکړه؟

0
72
In this photograph taken on April 25, 2023, an Afghan worker cleans a Toyota Corolla car parked at a dealership in Qasaba in Kabul. Little is certain in Afghanistan -- armies invade and retreat, governments rise and fall -- but when the key of a Toyota Corolla turns in the ignition, the engine can be relied upon to roar to life. (Photo by Wakil KOHSAR / AFP) / TO GO WITH 'AFGHANISTAN-TOYOTA-COROLLA-AUTOMOBILE-TRANSPORT', FOCUS BY JOE STENSON AND QUBAD WALI

د افغانستان د شنونکو شبکې (AAN) په یوه نوي راپور کې د محمد ولي په نوم د یوه ۳۸ کلن افغان موټر سوداګر د پورونو، مالي ستونزو او د دغو پورونو د هغه پر ژوند د اغېزو کیسه خپره شوې ده.

د راپور له مخې، محمد ولي د غزني ښار اوسېدونکی دی او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره یې له ځوانۍ راهیسې کار کړی دی. نوموړی په ۲۰ کلنۍ کې ایران ته تللی او په تهران کې یې د موټر جوړولو په یوه ورکشاپ کې کار کاوه. هغه له خپلې دندې ترلاسه شوې پیسې خپلې مور ته هم لېږلې.

محمد ولي وروسته افغانستان ته راستون شو او واده یې وکړ. هغه وايي، په ایران کې یې لږې پیسې سپمولې وې، خو د واده لپاره یې ولګولې او بېرته یې د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره کار پیل کړ. کله چې یې مور ناروغه شوه، د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره یې پورونه واخیستل. د مور له مړینې وروسته نوموړی لا هم پوروړی و او د مزدورۍ عاید یې د کورنۍ د لګښتونو او پورونو د ورکړې لپاره بسنه نه کوله.

له ټکسي چلوونکي څخه د موټرو سوداګرۍ ته

د راپور له مخې، د محمد ولي یوه ملګري ورته په پور یو موټر ورکړ او ورته یې وویل چې د ټکسي په توګه یې وکاروي او په یو کال کې یې پیسې ورکړي. نوموړی وايي، دغه موټر د هغه د کورنۍ په ژوند کې بدلون راوست او وتوانېد چې عاید ترلاسه کړي.

وروسته هغه په غزني کې د موټرو له یوه سوداګر سره کار پیل کړ. دغه سوداګر له هرات څخه موټرونه پېرودل او محمد ولي به یې غزني ته راوړل او پلورل. هغه دوه کاله له نوموړي سوداګر سره کار وکړ او وروسته یې خپله د موټرو سوداګري پیل کړه.

په لومړیو کې به محمد ولي یو موټر په پور اخیست، په بل ولایت کې به یې، په ځانګړي ډول په خوست، پکتیا یا کابل کې، پلوراوه او د موټر پیسې به یې سوداګر ته بېرته ورکولې.

د راپور له مخې، د وخت په تېرېدو د هغه پر سوداګرۍ د خلکو باور زیات شو او سوداګرو به یو، دوه او ان تر لسو موټرو پورې هم په پور ورکول.

د زیانمنو معاملو پیل

د محمد ولي په وینا، ستونزې هغه مهال زیاتې شوې چې یوه پور ورکوونکي د یوې کورنۍ بېړنۍ اړتیا له امله له ټاکلي وخت مخکې خپلې پیسې وغوښتې. نوموړي اړ شو چې یو موټر په هغه بیه وپلوري چې له پېرلو یې ټیټه وه او له ترلاسه شویو پیسو یې پور ورکړ.

د دې معاملې له امله د هغه سوداګریزې پانګې یوه برخه له منځه ولاړه. د سوداګرۍ د دوام لپاره یې بیا په پور موټر واخیست، خو دا ځل یې هم د پیسو د برابرولو لپاره موټر په زیان وپلوره.

د راپور له مخې، محمد ولي د خپلو پخوانیو زیانونو د جبران لپاره پرله‌پسې نوي پورونه واخیستل، خو د نویو معاملو له لارې یې د تمې خلاف ګټه ترلاسه نه کړه. په دې توګه به یې د یوه پور د ورکړې لپاره بل پور اخیست.

پورونه تر پنځو میلیونو افغانيو ورسېدل

د افغانستان د شنونکو شبکې د راپور له مخې، محمد ولي وايي، وروسته دا کار د هغه د ژوند یوه برخه وګرځېد. کله به چې د یوه پور د ورکړې نېټه نږدې شوه او پیسې به ورسره نه وې، نو نوی پور به یې اخیست.

راپور وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو او د موټرو د پېر او پلور له کمېدو سره د هغه سوداګري هم زیانمنه شوه. د هغه ګټه کمه شوه، خو د پورونو د ورکړې اړتیا ورسره زیاته پاتې شوه.

محمد ولي وايي، کله چې یې خپل ټول پورونه وشمېرل، ټولټال یې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ جوړېدې، چې د راپور د لیکلو پر مهال یې ارزښت شاوخوا ۷۷۶۰۰ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.

د پلار میراثي ځمکه یې وپلورله

کله چې محمد ولي نور د خپلو عایداتو له لارې د پورونو د ورکړې توان نه درلود، د خپلو شتمنیو په پلورلو یې پیل وکړ.

هغه وايي، د خپل پلار له میراثه پاتې هغه ځمکه یې هم وپلورله چې د دوی په کورنۍ کې له څو نسلونو راهیسې پاتې وه. نوموړي ځمکه په ټوټو وپلورله او ترلاسه شوې پیسې یې پور ورکوونکو ته ورکړې، خو د ځمکې له پلور وروسته هم د هغه ټول پورونه نه وو خلاص شوي.

د راپور له مخې، د پورونو له زیاتېدو سره د هغو کسانو باور هم پرې کم شو چې پخوا به یې ورسره پر ژمنه سوداګري کوله. ځینو کسانو ورسره سوداګري بنده کړه او ځینو نورو ورته وویل چې تر هغې به ورسره معامله نه کوي، څو لومړی پیسې ورکړي.

محمد ولي وايي، په بازار کې به کله ناکله داسې کسان هم تر سترګو شول چې له هغه سره یې له مخامخ کېدو ډډه کوله.

د پور ورکوونکو شکایتونه

د راپور له مخې، کله چې د نوموړي اقتصادي وضعیت نور هم خراب شو، ځینو پور ورکوونکو د هغه پر وړاندې شکایتونه وکړل او پولیسو نوموړی د وضاحت لپاره ور وغوښت.

محمد ولي پولیسو ته ویلي چې د پورونو له ورکړې د تېښتې هڅه نه کوي، خو د پیسو د برابرولو لپاره وخت ته اړتیا لري. د راپور له مخې، پولیسو له پور ورکوونکو سره خبرې وکړې او هغوی یې دې ته وهڅول چې نوموړي ته د پورونو د ورکړې لپاره نور وخت ورکړي.

هغه وايي، په هغه وخت کې یې یوازې دې ته فکر کاوه چې د ورځې پور څنګه ورکړي او د راتلونکې په اړه یې ډېر فکر نه شو کولای.

لا هم دوه میلیونه افغانۍ پوروړی دی

د افغانستان د شنونکو شبکې د راپور له مخې، محمد ولي تر اوسه د خپلو پورونو له نیمایي څخه لږ څه زیات بېرته ورکړي، خو لا هم شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ پوروړی دی، چې د راپور د حساب له مخې شاوخوا ۳۱۱۵۰ امریکايي ډالره کېږي.

نوموړی اوس په اوونۍ کې څو ورځې د مزدورۍ کار کوي. هغه وايي، د موټرو سوداګري هم کوي، خو اوس یوازې هغه وخت موټر اخلي چې د پلور لپاره یې پېرودونکی معلوم وي.

محمد ولي وايي، کله ناکله لا هم پور اخیستلو ته اړ کېږي، خو اوس د نوي پور له اخیستو مخکې د هغې د بېرته ورکړې توان په پام کې نیسي.

د اولادونو د راتلونکي اندېښنه

محمد ولي وايي، د پورونو له امله یې تر ټولو لویه اندېښنه د خپلو اولادونو راتلونکی دی. هغه وېره لري چې د ده مالي ستونزې به پر خپلو دوو لوڼو او دوو زامنو اغېز وکړي.

نوموړی اندېښمن دی چې زامن یې ښايي د کورنۍ د لګښتونو او پورونو د ورکړې لپاره له زده کړو پاتې او کار کولو ته اړ شي.

هغه وايي، غواړي اولادونه یې زده کړې بشپړې کړي او د ده له تجربې زده کړه وکړي، څو په راتلونکي کې د داسې پورونو په کړۍ کې ښکېل نه شي.