د ایران لپاره د وسلو برابرولو په تور پر پاکستاني سوداګر د امریکا بندیزونه

0
92

د «دې نیشنل» د راپور له مخې، امریکا د پاکستان پر یوه سوداګر، وسیم پاشا تجمل، او د هغه پر درېیو شرکتونو د ایران لپاره د وسلو د برابرولو په تور بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، تجمل او د هغه اړوند شرکتونه د ایران د دفاع وزارت او وسله‌والو ځواکونو د لوژستیک ادارې لپاره د وسلو او د وسلو د برخو په برابرولو کې د درېیمو هېوادونو د منځګړو په توګه کارول شوي دي.

د وزارت په وینا، تجمل د پاکستان د «کېولیر ډاینامکس» شرکت اکثریت ونډه‌وال او اجرائیه مشر دی. د هغه اړوند شرکتونه په سعودي عربستان او ترکیه کې هم فعالیت لري.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، د ایران یاده اداره د وسلو د څېړنې، تولید او پېرلو ترڅنګ د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د پراختیا له پروګرامونو سره هم تړاو لري.

وسیم پاشا تجمل د هغو لسو کسانو او ادارو له ډلې دی چې امریکا پرې د ایران لپاره د وسلو او اړوندو برخو د برابرولو په تور بندیزونه لګولي دي.

تجمل او د هغه له لوري اداره کېدونکو شرکتونو ته د امریکا له خوا د لګول شویو تورونو په اړه د هغه نظر نه دی خپور شوی.