بلوچستان کې د سرطان ناروغانو شمېر هر کال ۱۰ تر ۱۵ سلنه ډېرېږي

0
58

په بلوچستان کې د پاکستان اټومي انرژۍ کمېسیون تر چتر لاندې د سرطان یوازینی روغتون وايي، په دغه ولایت کې د سرطان ناروغۍ پېښې هر کال له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې ډېرېږي او روغتون له بشري او مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی.

د کوټې د سینار سرطان روغتون د لوړپوړې طبي افسرې او مسوولې، ډاکټرې ماه جبین مري، په وینا، دغه روغتون هر کال شاوخوا اته زره د سرطان پېښې ثبتوي. نوموړې وايي، د روغتون په ټول جوړښت کې اوس یوازې څلور ډاکټران او پنځه نرسانې د ناروغانو خدمت کوي.

د هغې په خبره، د خوراکي نلۍ سرطان او په ښځو کې د سینې سرطان په بلوچستان کې ډېر لیدل کېږي، چې وروسته د پوستکي سرطان پېښې هم د پام وړ دي.

د سینار روغتون ته د بلوچستان له بېلابېلو سیمو سربېره له افغانستان او ایران څخه هم ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

ډاکټرې ماه جبین وویل، د بلوچستان د بېوزلۍ له امله ډېری ناروغان ان د تګ راتګ او په کوټه کې د استوګنې لګښتونه نه شي برابرولی. د نوموړې په وینا، له روغتیايي کارت، بېنېولنټ فنډ، اېنډومنټ فنډ، بیت المال او نورو سرچینو څخه د اړمنو ناروغانو د ملاتړ لپاره کار اخیستل کېږي.

هغې د بلوچستان د سرطان ناروغۍ په اړه د څېړنو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سرطان د درملنې نوې لارې رامنځته کېږي، خو ورسره د درملنې لګښتونه هم لوړېږي. د هغې په وینا، د کیموتراپۍ ترڅنګ د مونوکلونل انټي باډي درملنه هم کارول کېږي چې لګښت یې لوړ دی.

بلخوا د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي، د سرطان درملنه د صوبايي حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او د شاوخوا ۲۰ میلیاردو پاکستانۍ روپیو په لګښت د یوه نوي او پرمختللي سرطان روغتون د جوړېدو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، تمه ده دغه روغتون سږ کال خپل فعالیتونه په رسمي ډول پیل کړي. هغه زیاته کړې چې د روغتیايي کارت له لارې هم د سرطان ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرېږي او سږ کال سینار روغتون ته د روغتیايي کارت له لارې یو میلیارد او ۱۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ ورکړل شوې دي.