یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو د هيواد د څلورو هوایي ډګرونو د هوایي چلند امنیت یې...

طالبانو د هيواد د څلورو هوایي ډګرونو د هوایي چلند امنیت یې د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ ته وسپاره.

ویب ډیسک

د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي چې د هيواد د څلورو هوایي ډګرونو د هوایي چلند امنیت یې د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ ته وسپاره.

 

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي دویچه ویله ته وویل، دغه قرارداد چې د چهار شنبې په ورځ ( ۲۰۲۲م کال د جون ۲) د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا او د متحده عربي امارتو ګاک کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې د کابل په ګډون د هرات، کندهار او مزار هوایي ډګرونو د هوایي چلند امنیت د دغه کمپنۍ له لوري نیول کیږي.

 

نوموړي د قرارداد د جزئیاتو په اړه وویل: «د مسافرو، د هغوی د بګاږ، د کارګو چیک او کنترول، هوایي ډګرونو او مسافرینو امنیت خوندي کول دي.»

 

احمدي زیاتوي چې د دغه قرارداد له مخې ټولو نړیوالو هوایي شرکتونو ته د هغوی د خدمتونو بیمه او تضمین ورکول کیږي چې په دې سره به د نړیوالو او کورنیو هوایي شرکتونو د الوتنو او امنیت خوندیتوب لوړ شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له لورې څو ورځې وړاندې د کابل، هرات او کندهار هوایي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو ترسره کولو قرارداد هم د متحده عربي اماراتو له ګاک کمپنۍ سره لاسلیک شوی وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه