ويب ډیسک
د جاني ډېپ او د هغه د پخوانۍ مېرمنې يې امبر هرډ له څه مودې راهيسې په محکمه کې قضيه روانه وه. امبر هرډ په ۲۰۱۸ کال په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې مقاله کې ادعا کړې وه چې په خپل شخصي ژوند کې د يوه مشهورې څېرې له خوا وهل شوې ده او وروسته يې پر خپل مېړه د تاوتریخوالي تورونه هم لګولي وو خو جاني ډېپ له هغه مهاله دا تورونه په کلکه رد کړي او ويلي يې دي چې هېڅکله يې امبر هارډ يا کومه بله ښځه نه ده وهلې.
جاني ډېپ د یوې مقالې په خپرولو سره خپله پخوانۍ مېرمن د هغه په سپکاوي تورنه کړې وه.
جاني ډېپ بيا د بدنامې قضيه کې د ۵۰ ميليونو ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه له دې دعوا وروسته امبر هرډ د جاني ډېپ پر وړاندې ورته قضيه ثبت کړه او د ۱۰۰ ميليونو ډالرو تاوان يې غوښتی و.
په پای کې محکمې نن چهارشنبه پرېکړه وکړه چې “امبر هرډ جاني ډېپ بدنام کړی او نوموړی يې د ۱۵ ميليونه ډالرو تاوان مستحق بللی دی”.
جاني ډېپ د محکمې له پرېکړې وروسته په لومړي غبرګون کې وویل، چې “شپږ کاله وروسته زما ژوند بېرته را ګرځېدلی”.
خو امبر هرډ په یوه بیان کې خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي “هغه خپګان چې زه نن احساسوم د بیانولو وړ نه دی.”


