دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههندوستان وايي : افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي

هندوستان وايي : افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي

ویب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د جواینټ سکرټري جي پي سنګ او مل پلاوي سره ولیدل.

لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په نمایندګۍ راغلي لومړني پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دا یې د دواړو هیوادونو تر منځ یو ښه پیل وباله، او همداراز یې د هندوستان د وروستیو بشري او روغتیا برخو کې مرستو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هندوستان په افغانستان کې باید خپلې درول شوې پروژې له سره پيل کړي، خپل ډیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي خصوصا د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره.

د هندوستان پلاوي وویل چې دوی د افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې هندوستان به د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پر مرستو او کار کولو غور وکړي او لکه څرنګه چې یې په دې وروستیو کې د افغان صادراتو پر مخ خپل سرحدونه او بندرونه خلاص کړي، او صادرات د تیرو کلونو په نسبت زیات شوي، همدې برخه کې به لا اسانتیاوې ورکړي تر څو د افغانستان صادرات لا هم زیات شي او د افغانستان د اقتصاد سره مرسته وکړي.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو تر منځ به راشه درشه زیاتیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه