دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې ۳۵۰ زره خلک د خوړو شدیدې...

د نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې ۳۵۰ زره خلک د خوړو شدیدې مرستې ته اړ دي

ويب ډیسک

د خوړو نړېوال پروګرام مشر ویلي چې د نړۍ میلیونونو وږو خلکو سره مرستې لپاره میلیاردونه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي خبرداری ورکړی، چې که چېرې د نړۍ میلیونونه وږو خلکو سره د میلیاردونو ډالرو مرسته ونه شي، نو د ډله ییزو کډوالیو شاهدان به یو.

ښايي د ډله ییزې کډوالۍ دا لویه څپه په راتلونکو ۱۲ یا ۱۸ میاشتو کې رامنځته شي.
ښاغلي بیسلي له آلمان او امریکا څخه مننه کړې چې لوږې سره د مبارزې برخه کې یې ډېره مرسته کړې او په همدې توګه پر چین او فارس خلیج نورو هېوادونو هم د مرستو غږ شوی.

اندېښنه داده چې د خوړو نړېوال پروګرام سږ کال مرستو لپاره ۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې ښايي د دومره پیسو په راټولولو ونه توانیږي.

آټکل دا دی چې د نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې ۳۵۰ زره خلک د خوړو شدیدې مرستې ته اړ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه