دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ویسا نیول کیدو پر خواله رسنیو خورا غبرګونونه راپارولي دي

د ویسا نیول کیدو پر خواله رسنیو خورا غبرګونونه راپارولي دي

ويب ډیسک

دا پنځمه ورځ ده چې د نجونو د زدکړو ملاتړی مطیع الله ویسا د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
طالب مقاماتو د مطیع الله ویسا د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي. د ډلې مسئولین معمولاً د کسانو د نیولو پر وخت معلومات نه ورکوي.
د طالبانو له لوري د ویسا نیول کیدو پر خواله رسنیو خورا غبرګونونه راپارولي دي.
د پخواني حکومت د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکي: « طالبان د مطیع الله ویسا د نیولو له پاره هیڅ ثبوت نه لري، د دې پر ځای چې خپله غلطي ومني لګیا دي د وسیا له ټلیفون څخه عادي عکسونه اخلي او خپروي یې او د جاسوسۍ ټاپه پرې لګوي.»
دا په داسې حال کې ده چې له بیلا بیلو اکونټونه څخه پر خواله رسنیو داسي انځورونه خپریږي چې ګواکي د ویسا په ټلیفونونو کې له څیړلو وروسته موندل شوي.
یادو انځورونو کې ویسا له بهرنیانو سره په تصویر کې ښکاري.
خو ټولنیز فعالان بیا وایي چې له بهرنیانو سره اړیکه د جاسوسۍ په مانا نده.
ټولنیز فعال ویس بارکزی پر خپله ټویټر پاڼه کاږي چې ویسا له بهرنیانو سره د لیدلو عکسونه تر مخه هم پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي دي.
ټاکل شوې وه چې پرون د نجونو د زدکړو ملاتړي مطیع الله ویسا د افغانستان د راتلونکي نسل د ظرفیت او د تعلیمي روایت په غونډه کې د افغان نجونو د تعلیم له پاره وینا واوروي.
ویسا د قلم لارې بنسټ مشر دی او په لېرې پرتو کلیوالو سیمو کې د نجونو د زده کړو د حق له پاره هلې ځلې کوي.
د قلم لاره ټولنې څو ځلې له ځایي قومي مشرانو سره غونډې کړې دي او د ښوونځیو د خلاصیدو ترڅنګ یې، د درسي توکو وېش او د ګرځنده کتابتونونو په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.
ویسا د طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې هم د پخواني جمهوري حکومت پرمهال په دې برخه کې فعالیت درلود.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه