دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو افغانانو ته د تعلیم د امکان د برابرولو لپاره له نړیوالې...

طالبانو افغانانو ته د تعلیم د امکان د برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته چمتووالی ښودلی

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، طالبانو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو پرمهال ټولو افغانانو ته د تعلیم د امکان د برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته چمتووالی ښودلی او ښوونځیو ته د بېلابېلو عمرونو لرونکو نجونو او ښځو پر شمولیت د څارنې د هڅو هرکلی یې کړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست په مشرۍ پلاوو پرون سه شنبې او وړمه ورځ د قطر په پلازمېنه کې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي دي، امریکايي چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د ټول هېواد په کچه د ټولو نجونو او ښځو لپاره د تعلیم د امکان د برابرولو ژمنه عملي کړي. بیان زیاتوي چې امریکايي لوري په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه اندېښنه ژوره اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي، د عمومي عفوې پر پالیسي عملي وکړي او د ټولشموله او استازي حکومت د جوړولو په برخه کې اضافي ګامونه واخلي.

بیان یادونه کوي چې د امریکا په پلاوي کې د استخباراتي ادارو، د خزانې د وزارت او د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID استازو او د طالبانو په پلاوي کې پر طالبانو سربېره مسلکي تکنوکراتانو برخه لرله. د رویټرز په راپور کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه