لیک :ډاکټر لطيف ياد
جمال عبدالناصر د۱۹۱۸ زیږدیز کال دجنورۍ د میاشتې په (۱۵) نېټه د مصر د اسکندریې د باکوس په ښار ګوټي کې زیږیدلی و. پلار یې حسین او نیکه یې جلیل نومید.
د جمال ناصرپلار حسین داسکندریې دباکوس په ښار ګوټي کې دپو سټ افیس ( ډاکخانې) په اداره کې وکیل و. وروسته یې دفهیمې په نامه نجلۍ سره واده وکړ چې دفهیمې درې زامن پیداشول چې جمال ناصر، عزالعرب او اللیثي نومېدل.
جمال عبدالناصر په خطاطبه کې خپلې زده کړې پیل کړې او بیا وروسته د قاهرې ددبستان نحاسین ښوونځي ته لاړ. دی په قاهره کې. دخپل تره ( کاکا) جلیل حسین سره ددریو کلونو لپاره دده په کور کې پاتې شو اوپه دغه موده کې یوازې یو ځل دخپلې کورنۍلیدلو ته لاړ.وروسته یې مورهم مړه شوه او دده پلار دی دخپل مورني نیکه کره اسکندریې ته ولیږه څو خپل ښوونځی په عطارین کې پای ته ورسوي . جمال عبدالناصرپه ۱۹۲۹زیږدیزکال حلوان ته لاړاووروسته داسکندریې د رآس التین په ښوونځي کې شامل شو.
له همدې ځایه ده دلومړي ځل لپاره په سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړ. دی په هغه وخت کې داسکندریې د منشیه په میدان کې دهغو لاریونونو شاهد ووچې دمصرد ملي اند پلویانو( ملي ګرایانو) دانګریزی ښکیلاک پر خلاف ترسره کول اوده هم په دغولاریونوکې ګډون کاوه.په دغه وخت کې دناصر سیاسي هڅې او فعالیتونه دومره ګړندي شول چې ښوونځي ته به ډیر لږته اوپه سیاسي هلو ځلو بوخت و .ده په همدې وخت کې دالجهاد په ورځپاڼه کې هم دانګریزي ښکیلاک پر خلاف لیکنې کولې . همداراز نا صر په هغه وخت کې دمصر دحکومت او دمصر دپاچا ملک فاروق دهغه تړون سره هم خپل مخالفت څرګند کړ چې په ۱۹۳۶ زیږدیز کال دمصر دحکومت او انګریزانوتر مینځ لا سلیک شو او په هغه کې په مصر کې دانګریزانو د پوځي شتون پر دوام ټینګار شوی و.
جمال عبدالناصر په خطاطبه کې خپلې زده کړې پیل کړې او بیا وروسته دقاهرې ددبستان نحاسین ښوونځي ته لاړ. دی په قاهره کې. دخپل تره ( کاکا) جلیل حسین سره ددریو کلونو لپاره دده په کور کې پاتې شو اوپه دغه موده کې یوازې یو ځل دخپلې کورنۍلیدلو ته لاړ.وروسته یې مورهم مړه شوه او دده پلار دی دخپل مورني نیکه کره اسکندریې ته ولیږه څو خپل ښوونځی په عطارین کې پای ته ورسوي . جمال عبدالناصرپه ۱۹۲۹زیږدیزکال حلوان ته لاړاووروسته داسکندریې د رآس التین په ښوونځي کې شامل شو.
له همدې ځایه ده دلومړي ځل لپاره په سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړ. دی په هغه وخت کې داسکندریې د منشیه په میدان کې دهغو لاریونونو شاهد ووچې دمصرد ملي اند پلویانو( ملي ګرایانو) دانګریزی ښکیلاک پر خلاف ترسره کول اوده هم په دغولاریونوکې ګډون کاوه.په دغه وخت کې دناصر سیاسي هڅې او فعالیتونه دومره ګړندي شول چې ښوونځي ته به ډیر لږته اوپه سیاسي هلو ځلو بوخت و .ده په همدې وخت کې دالجهاد په ورځپاڼه کې هم دانګریزي ښکیلاک پر خلاف لیکنې کولې .
همداراز ناصر په هغه وخت کې دمصر دحکومت او دمصر دپاچا ملک فاروق دهغه تړون سره هم خپل مخالفت څرګند کړ چې په ۱۹۳۶ زیږدیز کال دمصر دحکومت او انګریزانوتر مینځ لا سلیک شو او په هغه کې په مصر کې دانګریزانو د پوځي شتون پر دوام ټینګار شوی و.
همداراز جمال ناصر په هغه وخت کې ژوره مطاله هم کوله او د پیغمبر ( ص) او د صحابه وو د ژوند او د قرآن او احادیثو په اړوند یې ځان پوهاوه او هم یې د نړۍ دمشهورو سیاسی څیرو آتا ترک، بسمارک، چرچل او ګاریبا لدي دژوند په اړوند آثار لوستل. ددې تر څنګ ناصر د مصر د ملي ګرایانو مصطفی کامل او احمد شوقي شعرونه او دتوفیق الحکیم سیاسي مقالې لو ستلې.
په دغه وخت کې ناصر غوښتل چې په پوځي اکیډیمۍ کې شامل شي که څه هم په لومړي ځل په پوځي اکیډیمۍ کې په ازموینه کې بریالی هم شو ، خو ځکه یې هغه ته درد ځواب وکړ چې دده سیاسي ریکارډ ته یې وکتل او ده ته یې په دغې اکیډیمۍ کې دشاملیدو اجازه ورنکړه.وروسته بیا دهغه وخت ددفاع وزیر ابراهیم خیري پاشا سره وکتل او هغه له ده سره داژمنه وکړه چې دي به پوځي ښوونځي کې زده کړې کوي . په پوځي اکیډیمۍ کې نا صردخپل استاد عزیز المصري دملي افکارو نه اغیزمن شو.دی وروسته په پوځي اکیډیمۍ کې دعبد الحکیم عامرسره چې وروسته بیا دمصر ددفاع وزیر شو اودانور ا لسادات سره آشناشو او دهغه وخت دحکومت دفسادونو اودپاچاهي نظام په اړوندیې خپله کرکه له هغوی سره شریکه کړه. دپوځي اکیډیمۍ تر پای ته رسولووروسته ناصرپه پوځي اکيډیمۍ کې داستاد او ښوونکي په توګه وټاکل شو. او به دغه وخت کې یې دهغو پو خيانو سره اړیکي ټینګولې چې دده په څیر دملي فکر خاوندان ول .
د۱۹۴۸ کال دفلسطین اواسر ائیلو تر مینځ جګړه:
په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې دعربواو اسرائیلو ترمینځ لومړۍ جګړه پیل شوه. انګریزانواو لویدیزوالو په دغه جګړه کې داسرائیلوبشپړ ملاتړ کاوه . په ۱۹۴۸ زیږدیزکال کې دمصرپاچا ملک فاروق خپل پوځ فلسطین ته ولیږه چې نا صر هم پکې ګډون درلود .په دغه وخت کې اسرائیلو دفالوجه په سیمه کې بمبار وکړ او دمصرځواکونه شا تګ ته مجبورشول او ناصرهم په دغه جګړه کې لږ شانته ټپی شو .
تر دې جګړې وروسته نا صربیرته پوځي اکیډیمۍ ته راستون شو او خپله دښوونکي دنده یې بیا پیل کړه. ده په همدې وخت کې د(( انقلاب دفلسفې )) په نامه یوکتاب هم ولیکه. نا صرپه ۱۹۴۸ زیږدیز کال اخوان المسلمین ګوند ته یو څوکسان ورولیږل څو له دوی سره ائتلاف کې بر خه واخلي او دمصردهغه وخت دنظام په ړنګولوکې ورسره مرسته وکړي ، خووروسته ورته پته ولګیدله چې د اخوان المسلمین او دده دمفکوري تر مینځ ډیر واټن شتون لري اودغه مفکورې یو له بله بیلې اوجلا دي . په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې په سوریه کې دحسني الزعیم په مشرۍ کودتا وشوه او په سوریه کې پو ځي کودتا نا صر دې ته وهڅاوه چې په مصرکې کودتا وکړي . په دغه وخت کې دمصر لومړي وزیر ابر اهیم عبدالهادي پر نا صرشک وکړ او هغه یې دپوښتنو اوګړویږنو لپاره ونیوه چې ده ګواکې دیوه غورځنګ په جوړولو لاس پورې کړي دي ، خوناصردده دغه تورونه ردکړل .
په ۱۹۴۹ زیږدیز کال نا صر د ( مصرآزادو افسرانو) دکومیټې بنسټ کیښود چې دمصر دبیلا بیلو ټولنیزو شخصیتونو ملي ګرایانو ، اخوان المسلمین او دکیڼو ګوندونوکسان پکې غړیتوب درلود او نا صردرایو په ډیروالي ( اکثریت ) ددغه خوځښت مشر وټاکل شو.
د ۱۹۵۲ زیږدیز کال اوښتون ( انقلاب ):
تر دې دمخه نا صر دعبد الحکیم عامر په منخګړیتوب دمحمدنجیب نه چې په دغه وخت کې کې یې دلومړي وزیر دنده درلودله وغوښتل چې دمصر دازادوافسرانو دخوځښت سره یوځای شي او له خپلې دندې دې استعفا ء وکړي .محمد نجیب په خلکو کې محبوبیت درلود ځکه په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې درې ځلې دعربواواسرائیلوتر مینځ جګړه کې ټپی شوی و . محمد نجیب دنا صر بلنه ومنله او دلومړي وزارت له دندې یې خپله استعفا دمصر پاچا ملک فاروق ته وړاندې کړه .
د۱۹۵۲ کال دجنوري دمیاشتې په۲۵ نېټه دانګریزي ځواکونو او مصري پولیسوتر مینځ نښته وشوه چې په دغه نښته کې (۴۰) تنه پولیس ووژل شول . ددې پيښې له کبله په قاهره کې اړو دوړرامینځ ته شو.دمصردازادو افسرانوغورځنګ اعلان وکړچې دوی په مصر کې دیولړبدنونو غوښتونکي دي اودآزادو افسرانو دانقلاب او اوښتون لپاره تیاری ونیوه او امریکا او انګریز ته یې خبردا ری ورکړچې دمصردپاچا ملک فاروق ملاتړ به نه کوي .کودتا دجون په۲۲ نېټه پیل شوه او دهغې ورځې په سبابریالۍ شوه . هماغه و چې دآزادوافسرانوغورځنګ اعلان وکړچې په مصر کې شاهي نظام ړنګ شو او پر خای یې جمهوري نظام رامینځ ته شو.په دغه وخت کې دمصرانقلابی شورا دچاروواګې په لاس کې درلودلې چې ناصر پکې تر ټولو نورو زیات اغیزمن رول درلود. په دغه وخت کې انقلابی شورامحمدنجیب ولسمشروټاکه اودمخکیني لومړي وزیرعلي ماهر نه یې وغوښتل چې خپله پخوانۍ دنده بېرته ترلاسه کړي. همدارازنجیب ته ویل شوي وچې دکابیني غړي به یې غیر پوځیان وي.
دناصر په لارښونه دځمکو داصلاحاتو په قانون کې بدلونونه رامینځ ته شول. تر هغه وروسته چې نجیب ځواک ترلاسه کړنو د اخوان المسلمین اودوفد دګوندونو سره نږدې شو.
د ولسمشرمحمد نجیب سره د جمال ناصراختلافات:
مصري لیکوال او سیاستپوه حازم قندیل لیکي: کله چې محمد نجیب دناصردځمکوداصلاحاتو دریفورمونو سره مخالفت وکړ او ځان یې داخوان المسلمین او وفد دګوندو نوسره نږدې کړنو دناصرغوسه یې راو پاروله اوناصرغوره وګڼله چې محمد نجیب له دندې ګوښه کړي . هماغه وچې محمدنجیب یې استعفاءته اړیوست او په خپل کور کې یې تر څارنې لاندې ونیوه او هلته یې نظر بند کړ. په دغه وخت دانقلابي ځواکونو شورا نا صر دشورا اولومړي وزیرپه دنده وګوماره . دنجیب تر استعفا وروسته دافسرانوپه مینځ کې شورش رامینځ ته شو او دنجیب پلویانو او داخوان المسلمین ګوند په لاریونونو پیل وکړاودمحمد نجیب دبیرته راتلوغوښتنه یې کوله.په دغه وخت کې نا صرعبد الحکیم عامر دوسله والو ځواکونودستر قوماندان په توګه وټاکه.د۱۹۵۳ زیږدیز کال دمارچ دمیاشتې په ( ۵) نېټه امنیتي ځواکونو هغه کسان ونیول چې دنجیب په پلوۍ یې لاریونونه کول.دهماغه کال دجون په میاشت کې ناصردنجیب ډیرپلویان له پوځه ګوښه کړل .په دغه وخت کې دسعودي عرب پاچازیاتې هلې ځلې وکړې چې دنجیب اوناصرترمینځ اړیکي سمې کړي ، خو په خپل دې کار کې کوم بریالیتوب ورپه برخه نه شو.
دمصر دانقلاب مشري:
د ۱۹۵۴ زیږدیز کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۶ نېټه کله چې نا صر دمصر داسکندریې په ښارکې دمصر نه دانګریزی پوځیانودوتلوپه اړوند وینا کوله نو داخوان المسلمین دګوند یوه غړي محمودعبداللطیف دده دوژلو نیت وکړاوله ده د۶ یا ۷ متروپه واټن کې یې بر ده ډزې وکړې ، خو ناصر پرې ونه لګیداووژغورل شو. ده په دغه و خت کې له خلکو وغوښتل چې آرام واوسي اوخلکوته یې مخاطب کړل او داسې یې ورته وویل : ای خلکو زما ژوند دې ستاسو نه جار او قربان وي ، زه ستاسولپاره ژوند کوم او ستاسو دآزادۍ اوشرف لپاره په مړ کیږم،که چیري نا صر مړشو،نو تاسو پخپله هریونا صریاستئ ، ناصر ستاسودی او ستاسولپاره به مړ کیږي .
تردغې پیښې وروسته په مصر کې دخلکو تر مینځ دنا صر محبوبیت نور هم ډیر شو. کله چې نا صر بیرته قاهرې ته ستون شو نو (۱۴۰) تنه پوځی افسران چې دنجیب پلویان ووونیول اوهمدارازداخوان المسلمین او دمصر دکمو نست ګوند یوشمیر مشران او غړي یې ونیول اواعدام یې کړل .
هغه په خپلوویناوو کې دعربی نیشنلیزم او دعربي هیوادونو دیووالي خبرې کولې اودیوه کاراز ماتیک لارښودپه څیریې خپل محبوبیت دخلکودپراخوپر ګنو په زړونوکې زیاتاوه. ناصر په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې دمصردانقلابی شورا مشروټاکل شو او اعلان یې وکړچې تر هغوپورې په مصرکې دو لسمشرۍ ټا کنې نه وي تر سره شوي نو دی به دغه دنده پر مخ وړي.
ده په دغه وخت کې دمصرد پوځ آووسله والواوهوایی ځواکونودپيا وړتیالپاره ډیرې هلې ځلې وکړي او له بیلابېلوهیوادونو سره یې دمصر دپوځ دپیا وړتیالپاره تړونونه لا سلیک کړل.
د۱۹۵۶ کال اساسي قانون او د ناصر ولسمشري:
د۱۹۵۶ زیږدیز کال دجنورۍ په میاشت کې دمصر داساسي قانون مسوده جوړه شوه ا ودهماغه کال دحنورۍ په میاشت کې دغه قانون دشورااودخلکوټولپوښتني ته وړاندې شوچې هم دشورا اوهم دولس دټولپو ښتنې په پایله کې دتائید وړ وګرځید. او بیادټاکنوپه پایله کې جمال ناصر دمصردولسمشرپه توګه وټا کل شو.
د سویز د کانال ملي کول:
دناصردولسمشرکیدوباندې انګریزان ،فرانسویان او،انګریزان اواسرائیل خوشاله نه ول .د مصرله خوا دچین دولسي جمهوریت په رسمیت پیژندنه اودشوروي اتحادسره دوسلو تړون دناصرپه وړاندې دامریکي کرکه را وپاروله.
نا صرچې یو ستر کاروکړ هغه دسویزدکانال ملي کول و . ددغه کانال په ملي کولوسره مصر په دغه کانال کې داسرائیلوکښتۍدتګ راتګ نه منعه کړې او دسویزکانال ملي کول په مصراوعربي نړۍ کې دډیرتود هر کلي سره مخا مخ شو، خو په مقابل کې یې امریکا، فرانسه ،انګلستان اوامریکا خپه کړلځکه دوی هم په دغه کانال کې ونډه درلودله.
د ناصر دویم ځل ولسمشري
ناصردخپل لومړني ولسمشري په وخت کې دمصردټولنې لپاره نوي پروګرامونه جوړ کړل،هغه دخپلوخلکو لپاره دکورونو دجوړولو،روغتیا ،ښوونې اوروزنې په برخه کې ډیرې هلې ځلې وکړي .همداراز دښځوحقونو ته یې په درنه سترګه کتل ،ده دخپل هیواددپر مختګ لپاره ډیرپلانونه اوپروګرامونه جوړ او هغه یې په عمل کې پلي کړل.
ناصربیاددویم ځل لپاره په د۱۹۶۵ زیږدیز کال دمارچ په میاشت کې ولسمشرشو.
د عربو او اسرائیلو تر مینځ شپږ ورځنۍ جګړه:
دعربو اواسرائیلوترمینځ شپږ ورځنۍ جګړه دعربو په تاریخ کې مشهوره جګړه تېره شوې ده.دغه جګړه د۱۹۶۷ زیږدیزکال دجون دمیاشتې په پنځمه نېټه پیل شوه او ددغې میاشتې تر یوولسمې نیټې یې دوام وکړ. په دغه جګړه کې مصر، اردن اوسوریه داسرائیلوپرخلاف ګډائتلاف درلود،خو له بده مرغه دجون په پنځمې نیټې اسرائیلودمصرټول پوځي هو ایی ډګرونه او ددوی جنګي الوتکې له مینځه یووړې او مصرته پکې غټ زیانونه ورسیدل. په دغه جګړه کې مصر سینا ، فلسطین دغزې پټۍ اوقدس او سوریې دجولان (ګولان ) لوړې سیمې له لاسه ورکړې اوداځایونه اسرائيلوته په لاس ورغلل.
نا صر تردغې جګړې وروسته دتلویزیون په پرده را څرګند شو اوداسرائیلو له لاسه یې د مصر ماتې ومنله او ویې ویل چې استغفا به کوي ، خودناصربېشمېره پلویان لارو اوکوڅوته را ووتل څرګند او شعارونه یې ورکول چې : موږ ستاسرتیري یو ای جماله !په دې توګه دخلکو دپر له پسې غو ښتنوله کبله بیرته دخپلې استغفا نه تیرشو.
د جمال ناصر شخصي ژوند:
جمال عبدالناصرپه ۱۹۶۴ زیږدیز کال د یوې نجلۍ سره واده کړي و چې نوم یې تحیه وه او دغې نجلۍپه کوچنیوالي کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وو.دناصراو تحیې دواده وروسته ژوندکې دوی پنځه اولادونه درلودل چې دلوڼو نومونه یې هدا او منا اودزامنو نومونه یې خالد ، عبد الحمیداوعبدالحکیم ول.
ناصرکه څه هم آزاد خیاله انسان و ، خو دلمانځه پابندو اودوه ځلې هم دبیت الله په حج مشرف شوی و.همدارازدغوره اخلاقوڅښتن و . دشطرنج لوبه یې خوښېدله ،دعربي،انګریزي او فرانسوي ادبیاتوآثاریې لوستل اومو سیقی ته یې غوږ نیوه. دده یوه نیمګړتیا داوه جې ډیرسګرټ یې څکول چې وروسته دده دزړه لپاره ناوړه ثابت شول.
ناصر له خپل هیواد سره دومره مینه درلودله چې په (۲۴) ساعتونوکې به یې ( ۱۸) ساعتونه کارکاوه. ناصر یو اورژبی ویاند و چې خلکو دده ویناوې په ډیرې مینې اوریدلې .
دناصر شخصیت په عربي نړۍ او نورو هیوادونو کې :
ناصر په عربي او اسلامي هیوادونو کې په ځانګړي توګه او په ټوله نړي کې په عمومي توګه یوه مشهوره کارازماتیکه څیره وه . ناصر په عربو کې دعربي نیشنلیزم سمبول ګڼل کیده .دی په ټولوعربي هیوادونو کې به یوه الګوبدل شو په تېره بیاپه الجزائر، سوریې ، عراق ، تونس، اردن ، یمن ،سوډان او لیبیا کې ورته په درنه سترګه کتل کیدل ، مصردده په وخت دناپیيلو هیوادونو مهم غړی و او ناصردباندونګ په کنفرانس کې هم ونډه اخیستلې وه .
نا صرپه خپل هیوادکې د انګریزانوواک ته دپای ټکی کیښوداو مصریې په یوه خواکمن هیواد بدل کړ. نا صردمنځني ختیځ په سیاسي څیروکې یوه مهمه څیره ګڼل کیدله.
د ناصر مړینه:
ناصر د۱۹۷۰ زیږدیز کال دسپتمبر په ۲۸ نېټه دزړه په ناروغۍ مړ شو. دده په جنازه کې پنځو ملیونو خلکوګډون کړی و و او دنړۍ زیاتره مشران دده دجنازې مراسموته ورغلی ول.
په ټولواسلامي هیوادونوکې دده فاتحه واخیستله شوه او دده دمړینې په ورځ داسلامي هیوادونوبیرغونه دده ددرناوي په ویاړنیم ځوړنده وو.
زه ددې مقالې لیکوال دناصردمړینې په وخت کې په کابل کې دنهم ټولګي زده کوونکي وم اوزموږدښوونځي ټولوزده کوونکو دکابل په پل خشتي جومات کې دده دفاتحې په مراسموکې ګډون وکړئ


