دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د پخوانيو نظامیانو په وژلو اندیښنه خوښدلي

امریکا د پخوانيو نظامیانو په وژلو اندیښنه خوښدلي

ویب ډیسک

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تام ویسټ ویلي دي چې «طالبان خبر دي چې متحده ایالات د غچ اخیستنې په هدف د پخواني افغان امنیتي ځواکونو د وژل کیدو او په جبري توګه د هغوی د لادرکه کیدو پر رپوټونو سخت اندیښمن دي.»

نوموړي د خپل ټویټر په پیغام کې وړاندې ویلي دي چې دوی له طالبانو غوښتي دي چې د عفوې اعلان ته ژمن پاتې شي او مسوولو کسانو سره بايد حساب او کتاب وشي.

د «Human Rights Watch» يا بشري حقونو د څار ټولنې د سه شنبې په ورځ په خپور شوي ۲۵ مخیز رپوټ کې د اګست له ۱۵مې څخه د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې د پوځ د پخوانيو افسرانو، استخباراتي کارکوونکو او حکومت پلوه مليشو د غړيو د وژنې او يا لادرکه کيدو خبره شوې ده.

د رپوټ په حواله دا عسکر او نور کارکوونکي د هغو کسانو له جملې څخه دي چې طالبانو ته تسليم شوي ول او يا د هغوی له خوا نيول شوي ول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دویچه ویله ته په یوه رالیږل شوي غږیز پیغام کې دغه رپوټ رد کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه