یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ تر نا معلومې نېټې وځنډېد

اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ تر نا معلومې نېټې وځنډېد

ویب ډیسک

د افغانستان کرکټ بورډ او د شپږیزه کرکټ لیګ د ټولو لوبډلو د امتیاز لرونکو سره په ګډې همغږۍ د دغه لیګ اتم پړاو په هېواد کې د روان وضیعت او په ځانګړي ډول د مالي او بانکي ستونزو له امله وځنډوه.

د یوې ناستې په ترڅ کې چې د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي، اجرایوي رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري او د شپږیزې لیګ کمېټې ترڅنګ د ټولو لوبډلو امتیاز لرونکو ګډون درلود،

دوی د بشپړ او هر اړخیز تفصیلي بحث او خبرو اترو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو په هېواد کې د روان مالي وضیعت له امله تر نامعلومې نېټې وځنډوي.

په دغه ناسته کې همدا راز پرېکړه وشوه چې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو به په یو مناسب فرصت کې په ښه ډول سره ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه