دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين د بيولوژيکي وسلو د څار خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه...

چين د بيولوژيکي وسلو د څار خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه وکړه

ویب ډیسک
د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه غونډه د اګست په ۳۰مه نېټه تر سره شوه، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل،

چين په دې اند دی، چې نړيواله ټولنه دې د ياد تړون تر چوکاټ لاندې د بيولوژيکو وسلو د څار يو څو اړخيز ميکانيزم جوړ کړي

او دا د دې تړون د مراعات او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د متقابل اعتماد د ساتنې تر نورو اغېزمنه لار ده.

نوموړي وويل، واقعيتونه دا ثابتوي، چې امريکا د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات بيولوژيکي پوځي عمليات تر سره کړي دي. امريکا په ۲۰۰۱م کال کې په يو اړخيز ډول د دې تړون د خبرو اترو له بهير څخه ووتله چې په پايله کې يې دغه تړون ناکام شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه