دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني :افغانان د یو ملت په توګه د تاریخ له یو...

اشرف غني :افغانان د یو ملت په توګه د تاریخ له یو خورا خطرناک پړاو تېرېږي

ویب ډیسک

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغانان د یو ملت په توګه د تاریخ له یو خورا خطرناک پړاو تېرېږي او په اوسنیو شرایطو کې ملي اجماع او د یو بل منلو ته سخته اړتیا لري.

نوموړي د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، له ملي اجماع پرته له اوسني وضعیته د وتلو بله لاره نشته.

ښاغلي غني پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي ویلي، تر څو چې د واک پر ساتلو تینګار کېږي نو وضعیت به تر دې هم خرابېږي.

هغه ټینګار کړی چې هېڅوک افغانان په زور نه شي قانع کولی او دې ته اړتیا ده چې ټول یو بل سره وغږېږي او داسې لاره پیدا کړي چې د یو ازاد او سوکاله افغانستان هدف ته پرې ورسېږي.

ښاغلي غني خپله غږیزه وینا کې چې د ده پر فېسبوکپانه خپره شوې ویلي: “قدرت د خدمت وسیله ده. څوک چې نورو ته څاه کیندي، خپله ور لوېږي. افغانان په یووالي له هر ډول ستونزو وتلي دي، خو کله یې چې غرور کړی دی نو واک یې نسکور شوی دی. که په ځاني ډول اقدام وکړو نو خدای مه کړه ټول غرقېږو، خو که په ګډه مخکې لاړ شو نو رڼا ته رسېدلی شو”.

د غني د وینا نور مهم ټکي څه وو؟

پخواني ولسمشر خپله وینا کې افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زدکړې وضعیت ته هم اشاره کړې او تینګار یې کړی [ې باید دې برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو زدکړو وشي.

نوموړي وویل: “باید پوه شو چې د نورو مزدوران کېږو او که ورسره ځان سیالوو. سیاسي په لافو وهلو نه کېږي.

ښاغلي غني همدا راز زیاته کړې، افغانان باید ټولو ګاونډیو او د اسیا نورو هېوادونو سره پر دوه اړخیزو ګټورو اړیکو نتیجې ته ورسېږي.

د هغه په وینا بشري مرستې اوږدمهاله حل نه دی او په دې کې هېڅ ویاړ نشته چې میلیلونونه افغانان بې وزله دي او ډوډۍ نه لري. اوږدمهال کې باید پر خپلو پښو ودرېږو او باید له خپلو طبعي سرچینو سمه ګټه واخلو.

محمد اشرف غني ویلي، په دې پوهېږي چې هېواد کې د نهیلۍ فضا خوره ده او ګڼ شمېر خلک غواړي له افغانستان ووځي، خو نوموړي پر خلکو غږ کیړي چې باید نهیلي نشي او په یووالي سره د اوسنیو ستونزو حل لاره پیدا کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه