یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنيو چارو وزارت وایي، د هوايي ډګرونو په تړاو له قطر سره...

بهرنيو چارو وزارت وایي، د هوايي ډګرونو په تړاو له قطر سره مذاکرات په بریالي توګه پای ته رسېدلي دي.

ويب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي وايي، چې په دوحه کې د ا.ا چارواکو او قطري چارواکو ترمنځ څو ورځې د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې روانې وي او اوس دغه خبرې په بریالۍ توګه پای ته رسېدلې دي.

د بلخي په وينا، دواړه لوري توافق ته رسېدلي چې ژر به د هوایي ډګرونو د مدیریت چارې پيلېږي او په دې پرخه کې به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه پر اړتیاوو او وړتیاوو بحثونه کوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي تمه کېږي چې د هېواد څو لوی هوايي ډګرونه له نړیوالو معیارونو سره سم ورغول شي او د قطر او ترکیې په ګډه همکارۍ به یې چارې مخ ته وړل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه