ویب ډیسک
د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري په یوه ورځ د لوړې له مراسمو یوکال پوره شو.
پوره یوکال مخکې په همدې ورځ ، د سیاسي جوړجاړي لپاره د خلیلزاد له پرله پسې بې نتیجې هڅو وروسته،ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم پیل کړل، چې ورسره هممهاله ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورته ګام واخېست.
په دې ډول په افغانستان کې په یوه ورځ دوو کسانو ځانونه د افغانستان ولسمشران اعلان کړل او ان د دواړو لوریو لخوا د کابینې لومړني لیستونه هم خپاره شول.
د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف هڅې پیل کړې او بلاخره ولسمشر غني جوړ جاړي ته غاړه کېښوده،حکومت نیم په نیمه ووېشل شو او ډاکټرعبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د رییس او اشرف غني د ولسمشر په حیث و منل شو.
ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري په یوه ورځ د لوړې له مراسمو یوکال پوره شو.
اړه لرونکي ليکني


