ویب ډیسک
ولسمشر اشرف غني په ارګ کې له مارشال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.
د عبدالرشید دوستم دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني او عبدالرشید دوستم د سولې پروسې او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې همداراز د امنیتي وضعیت په تړاو هم د نظر تبادله شوې ده.
دا له جوزجان ولایت څخه کابل ته د عبدالرشید دوستم تر راتګ وروسته له ولسمشر غني سره د هغه لومړنۍ ناسته ده.
ډیره موده پس د ولسمشر اشرف غني له رشید دوستم سره کتلي
اړه لرونکي ليکني


