دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهند ،د ګجرات کې چاودنه شوې لکبله د اوو ماشومانو په ګډون...

هند ،د ګجرات کې چاودنه شوې لکبله د اوو ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ویب ډیسک

د هند د ګجرات ایالت، دیسا ښار کې د اورلوبې د محصولاتو په یوه کارخونه کې د چاودنې او ورپسې اورلګېدنې له امله، د اوو ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

 

د انډين اېکسپرس د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

 

راپور کې راغلي چې د یادې چاودنې او ورپسې د اورلګېدنې له امله، د اوو ماشومانو په ګډون ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

 

ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي چې یادې کارخونې په غیرقانوني ډول د ګجرات ایالت، باناسکانته ولسوالۍ اړوند د دیسا ښار په څنډه کې فعالیت درلود.

پولیسو ویلي چې د چاودنې د لامل موندلو هڅې یې پیل کړي، خو ځينو رسنیو ویلي چې دغه پېښه د یوه دیګ‌بخار د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه