یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهارګ ماڼۍ:د طالبانو له اوربند څخه خبر دی، د دولت او د...

ارګ ماڼۍ:د طالبانو له اوربند څخه خبر دی، د دولت او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.

پښتو جرنل

د ارګ ماڼۍ نه خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوی چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له اوربند څخه خبر دی، د دولت او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.

 

تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري. اوس چې بین المللي قواوې له افغانستان څخه وځي او معتبرې دیني مراجع او د اسلامي نړۍ علماپه افغانستان کې جګړه د دیني لارښوونو خلاف بولي، طالبان د افغانانو د وژلو د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.

 

د طالبانو ډلې ته زموږ پیغام دا دی چې په روژې مبارکه میاشت کې پر خلکو او عامه تاسیساتو بریدونه په ځانګړي ډول په لوګر، هلمند، غزني، هرات، بغلان او د کابل دشت برچي فاجعه او وروستي بریدونه او د زابل د نن ورځې خونړي برید ښیي چې سیاسي

او استخباراتي موخوته د رسېدو لپاره د افغانانوپر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتول او د رعب او وحشت فضا د ایجاد لپاره هڅې یواځې د افغانانو د لازیاتې کرکې او نفرت لامل ګرځي. طالبانو باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتوهم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه وه.

 

د افغانانو په استازولۍ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو زموږ خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي.

 

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د تل په څېر د افغان ولس د امنیت د تامین هڅې وکړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو وطنوالو له دفاع څخه درېغ ونه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه