ویب ډیسک
کاپیسا ولایت کې په یو وسلهوال برید کې څلور تنو دیني عالمانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ځايي سرچينو رسنيو ته ویلي، چې برید نن سهار د کاپیسا په مرکزي سیمه رېګ روان کې هغه مهال وشو چې ياد عالمان له مدرسې څخه کورونو ته روان وو.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریمالله وثیق هم دغه برید مني او وايي، په برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


