دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان بانکي سيستم ښايي په راتلونکو څو...

د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان بانکي سيستم ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې سقوط وکړي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام د نومبر په ۲۲مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي سيستم ښايي د بانکونو د پس انداز د ټيټوالي، د بدو پورونو انډول د چټک لوړوالي او د پيسو جريان د کموالي له امله په راتلونکو څو مياشتو کې سقوط وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، که د افغانستان بانکي سيستم سقوط وکړي، نو په دغه هېواد کې به سخت او لوی اقتصادي زيانونه او منفي ټولنيزې اغېزې رامنځته شي.

د افغانستان پولي چارې او د بانکونو د تادياتو سيستم ګډوډ شوی، نو د دغه هېواد د توليدي توان د لوړوالي او د بانکي سيستم د سقوط د مخنيوي لپاره بايد هغه مسئله حل شي، چې ګڼ شمېر وګړي د پيسو د اخيستلو لپاره د بانکونو دروازو ته په قطارونو ولاړ وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه