یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامیر خان متقي امریکايي او اروپايي استازو سره د لیدنې لپاره دوحي...

امیر خان متقي امریکايي او اروپايي استازو سره د لیدنې لپاره دوحي ته ځي

ويب ډیسک

‏د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امیر خان متقي په مشري یو لوړ پوړی طالب پلاوی د اروپایي ټولنې، امریکایې استازو او نورو جهتونو سره پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، صحت، کابل کي د سفارتونو امنیت، د هغو پر خلاصون او نورو اړوند موضوعاتو د خبرو اترو لپاره دوحې ته ځي٠

 

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه ويلي چې په ياد پلاوي کي د پوهنې، روغتيا،ماليې وزارتونو، امنيت او د افغانستان بانک استازي هم شامل وي٠

 

نوموړي زياته کړې:”‏د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشري به یو لوړ پوړی پلاوی د رواني میاشتي له ۲۷ تر ۲۹ تاریخه دوحه کې د اروپایي ټولنې، امریکایې استازو او نورو جهتونو سره پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، صحت، کابل کي د سفارتونو امنیت، د هغو پر خلاصون او نورو اړوند موضوعاتو خبرې وکړي”

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي هم له طالبانو سره د خبرو پيلېدو خبر ورکړى دى٠

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه