ویب ډیسک
هغو افغان ماشومانو ته، چې عمر یې له ۸ کلونو کم وي له دې وروسته اجازه ورکول کېږي چې له پاسپورت او ویزې پرته د تورخم له وره پښتونخوا خواته واوړي .
اسلام آباد کې د افغانستان سفارت فیسبوک پاڼه کې دغه خبر خپور شوی دی او ویل شوي چې دواړو لورو هوکړه کړې چې هره ورځ ۱۰۰ رنځورانو ته اجازه ورکړل شي چې پښتنونخوا ته سفر وکړي .
پخوا له یوه کال کم عمره افغان ماشومانو ته اجازه ورکول کیده، چې له ویزې پرته له افغانستانه پښتنونخوا ته سفر وکړي .
تورخم له افغانستانه پښتنونخوا ته د تګ راتګ او سوداګرۍ مهمه لاره ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي ترنګلتیا له کبله ډیر کله تګ راتګ پرې ټکنۍ کیږي.


