ویب ډیسک
د متحده ایالاتو د کانګرس دوو ښځینه استازو د امریکا بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته یوه لیک کې د افغانانو موقت خوندیتوب پروګرام پر لغوه کولو اندېښنه ښودلې ده.
جین شاهین او لیزا مورکسکي په لیک کې ټینګار کړی، چې د TPS لغوه کول به د زرګونو افغانانو، په ځانګړي ډول د افغانو ښځو او نجونو، ژوند له خطر سره مخ کړي.
یادو سناتورانو د ولسمشر ټرمپ له ادارې غوښتنه کړې چې دا پرېکړه بیا وڅېړي او یاد پروګرام بېرته پيل کړي.
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پرمختګونو په یادولو سره ویلي، چې دغلته ستنېدونکو افغانانو ته خطر نه شته دی.
له دې وړاندې له رویټرز سره ګڼ شمېر افغانانو چې د TPS پروګرام په اساس متحده ایالاتو کې اوسېږي، خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته په ستنېدو سره به د طالبانو له غچ اخیستلو سره مخ شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د افغانانو د موقت خوندیتوب پروګرام لغوه کولو سره به ۱۴۶۰۰ کسان له متحده ایالاتو اخراج شي، چې ټاکل شوې دا لړۍ جولای کې پیل شي.
# #TPS #USA #AfghanRefugees


