دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان حکومت وايي، اسلام آباد کې د خپل شارژدافیر موقف تر سفیر...

افغان حکومت وايي، اسلام آباد کې د خپل شارژدافیر موقف تر سفیر کچې لوړوي

ویب ډیسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په مقابل ډول دوی هم اسلام آباد کې د خپل شارژدافیر موقف تر سفیر کچې لوړوي.

 

طالبان دا ګام وروسته له هغې اخلي، چې پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل کې د خپل استازي موقف تر سفیر کچې لوړولو اعلان وکړ.

 

طالبانو د پاکستان د دې اقدام هرکلی کړی او پاکستان ویلي چې دا به په امنیتي او اقتصادي برخو کې د اړیکو ښه والی رامنځته کړي.

 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو کې ګډې ننګونې موجودې بللې دي، خو وايي د ډيپلوماسۍ په کارولو سره دا مثبت لوري ته تللی شي.

 

که څه هم پاکستان وايي، دا پرېکړه یې اپرېل کې کابل ته د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار له «بریالي» سفر وروسته کړې، خو داسې مهال شوې، چې هند له طالبانو سره اړیکې تایید کړي.

 

کارپوهان باور ښيي، چې د طالبانو او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو له فرصت په ګټې هند له دغې ډلې سره خپلې اړیکې تازه کړي، خو پاکستان هم اجازه نه ورکوي چې طالبان ترې پردي شي.

 

# #Afghanistan #Pakistan #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه