دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکانګرس ښځینه استازو د افغانانو موقت خوندیتوب پروګرام پر لغوه کولو اندېښنه...

کانګرس ښځینه استازو د افغانانو موقت خوندیتوب پروګرام پر لغوه کولو اندېښنه ښودلې ده.

ویب ډیسک

د متحده ایالاتو د کانګرس دوو ښځینه استازو د امریکا بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته یوه لیک کې د افغانانو موقت خوندیتوب پروګرام پر لغوه کولو اندېښنه ښودلې ده.

 

جین شاهین او لیزا مورکسکي په لیک کې ټینګار کړی، چې د TPS لغوه کول به د زرګونو افغانانو، په ځانګړي ډول د افغانو ښځو او نجونو، ژوند له خطر سره مخ کړي.

 

یادو سناتورانو د ولسمشر ټرمپ له ادارې غوښتنه کړې چې دا پرېکړه بیا وڅېړي او یاد پروګرام بېرته پيل کړي.

 

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پرمختګونو په یادولو سره ویلي، چې دغلته ستنېدونکو افغانانو ته خطر نه شته دی.

 

له دې وړاندې له رویټرز سره ګڼ شمېر افغانانو چې د TPS پروګرام په اساس متحده ایالاتو کې اوسېږي، خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته په ستنېدو سره به د طالبانو له غچ اخیستلو سره مخ شي.

 

د رویټرز د راپور له مخې، د افغانانو د موقت خوندیتوب پروګرام لغوه کولو سره به ۱۴۶۰۰ کسان له متحده ایالاتو اخراج شي، چې ټاکل شوې دا لړۍ جولای کې پیل شي.

 

# #TPS #USA #AfghanRefugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه