دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسي جرګه:د پاکستان پارلمان د رئيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو...

ولسي جرګه:د پاکستان پارلمان د رئيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي.

ویب ډیسک
د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي دا چې د نا معلومو دلایلو له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي هوايي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي.

په دې مکتوب کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرسانو، د ملي امنیت رئیس، د هوایي چلن ادارې رئیس او د حامد کرزي هوایي ډګر مسوولانو څخه غوښتنه شوې،

څو د ولسي جرګې د رئيس کاري دفتر ته ورشي او په دې اړه وضاحت ورکړي.
په پام کې وه پرون د پاکستان د ولسي جرګې رئيس او پلاوی د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په بلنه کابل ته راشي خو ظاهرا د امنیتي ستونزو له امله یې د حامد کرزي هوایي ډګر کې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه