ويب ډيسک
کرکټ ۲۰ آوریز نړیوال جام د هند پر بریا پای ته ورسېد خو افغان لوبغاړي هم د توپاچونې اوتوپوهنې په برخه کې د ځاني هڅو په لړ کې لومړی مقام خپل کړ.
رحمان الله ګربز په دغو سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۲۸۱ منډې جوړې کړې دي.
د هند له لوبډلې روهیت شرما ۲۵۷، د اسټرالیا له لوري ټراویس هیډ ۲۵۵ او د سویلي افریقا له لوري کوینټین ډي کاک ۲۴۳ منډې جوړې کړې دي.
د توپاچونې په برخه کې افغان لوبغاړی د جدول په سر کې دی.
فضل الحق فاروقي ټولټال ۱۷ ویکټې واخیستې. د هند ارشد سینګهـ هم ورته ویکټې اخیستې دي. د سویلي افریقا اینرخ نوکیا او د هند جسپریټ بومرا هر یو ۱۵ ویکټې اخیستې دي.
فضل الحق فاروقي او ارشد سینګهـ د ۲۰ اوریز نړیوال جام په یوه پړاو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستي دي.


