یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيیودیس : افغانستان کې د اقتصادي خوځښت لپاره د ښځو کارموندنه مهم...

یودیس : افغانستان کې د اقتصادي خوځښت لپاره د ښځو کارموندنه مهم نقش لري

ويب ډيسک

د کابل لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېرې رافائله یودیس پرون پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د بازار متنوع کول، د نوښت پیاوړي کول او د محلي اقتصاد تقویه کول د ښځو د کار و بار او اوږدمهالې سوکالۍ ته وده ورکوي او پر مرستو د دوی تکیه کول راکموي.

مېرمن یودیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي چې توانېدلې د کوچني پور په اخیستلو سره خپل شخصي کار و بار ته وده ورکړي.

د ماه جان محمدي په نوم یوې مېرمنې په دې ویډیو کې ویلي، تر پور اخیستو مخکې یې زیاتې اقتصادي ستونزې درلودې، خو اوس یې نورو ښځو ته هم د خیاطۍ زمینه برابره کړې او خپل روزګار چلوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه