یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر...

متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پېلیږي

ويب ډيسک

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ویلي چې، “افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش په موخه یې ابوظبۍ ښار ته د آسان خدمت تر چتر لاندې د الکترونیکي تذکرو د وېش یو ټیم لیږلی چې په نږدې ورځو کې به خپل فعالیتونه پیل کړي”
هغه زیاته کړې، “هڅه یې دا ده چې په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي”

نوموړي همدا راز نږدې راتلونکي کې په ایران او ځينې نورو هېوادونو کې هم د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو له فعالولو څخه خبر ورکړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه