ویب ډیسک
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اسراییل او هند پر ضد یوه لاریون کې ویلي، چې پاکستان له هند د غزې غچ اخیستی دی.
مولانا داسې مهال د هند پر وړاندې د پاکستاني پوځ وړتیا ستایلې چې کارپوهان د هند پر وړاندې د پاکستان جګړه بشپړه ناکامه بولي.
فضل الرحمن چې کویټه کې یې خبرې کولې، ویلي چې اسراییل له لومړۍ ورځې د پاکستان دښمن دی او هند اوس د پاکستان پر وړاندې د اسراییلو استازیتوب غوره کړی دی.
پاکستان د اسراییل دولت په په رسمیت نه دی پېژندلی او هېڅ ډول رسمي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم ورسره نه لري.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د هند د هغې پرېکړې غبرګون کې چې لا یې هم پر پاکستان اوبه بندې کړې دي، ویلي چې « د مودي پلار» هم د پاکستان اوبه نه شي ګرځولی.
هند د پهلګام پېښې غبرګون کې د اندوس اوبو تړون چې پخوا د جګړو پر مهال هم پر خپل ځای و، تړلی دی.
پاکستان دا عمل د جګړې بللی او د لومړي وزیر مرستیال یې خبرداری ورکړی، د دې موضوع ناحل پاتې کېدل اوربند ماتولی شي، خو مودي وايي اوبه او وینې یو ځای نه شي بهېدلای.
# #Pakistan #Indai #Gaza #Israel


